د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د کرنې انستیتیوټ لپاره نوې وداني جوړه شوه


د دوشنبې په ورځ په پکتیکا کې د کرنې انستیتیوت لپاره نوې ودانۍ له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.

یاده دوه پوړیزه وداني چې د پوهنې وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د نورو لازمو ملحقاتو په ګډون ۱۶ تدریسي خونې لري.

د پکتیکا د پوهنې رييس نسیم واجد مشال راډیو ته وايي، چې یاده دوه پوړیزه وداني د ټولو لازمو اسانتیاوو لرونکې ده او پدې سره به د کرنې انستیتیوت لپاره د مناسب ځای د نشتون ستونځه په اساسي توګه هواره شي.

نسیم واجد زیاتوي:

((دا ودانۍ په ۱۴ میلیونه افغانیو باندې جوړه شوې ده، د پوهنې وزارت له انکشافي بودجې څخه يې پیسې ورکړل شوي دي، دا شپاړس اتاقه وداني ده او دوه منزله لري، د برق په ګډون ټول لازم سهولیات لري، د اړتیا وړ اسانیتاوو څخه برخمنه ده.))

بلخوا د یادې ودانۍ د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، چې لا تر اوسه هم د پکتیکا تر ۶۰ سلنه زیات ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي يې د مناسب ښوونیز چاپیریال څخه بې برخې دي.

د ده په وینا ځايي اداره پدې هڅه کې ده، چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشتون ستونځه کرار، کرار کمه کړي.

پکتیکا والي د نوې ودانۍ د پرانیستې په باب وویل، که څه هم د دې ودانۍ څه نا څه کارونه پخوا شوي وو، خو نیمګړتیاوې په کې وې، چې دادی، د نیمګړتیاوو تر بشپړیدو ورسته يې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

محمدالیاس وحدت وړاندې وویل:

((اوس هم له ۶۰ سلنه زیات ښوونځي مو بې ودانیو دي، خو پدې برخه کې ګام په ګام موږ مخته هم روان یو، په څو اونیو کې حتماً یا د یوې جوړې شوې ودانۍ پټۍ پریکوو او یا يې نوې چارې پیلوو، دا وداني مخکې جوړه شوې وه، خو پدې ودانۍ کې ستونځې وې، له هغې وروسته مو هیات ورته وټاکه، نیمګړتیاوې يې بشپړې کړې او دا دی اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.))

دیادونې ده، د پکتیکا د کرنې انسټېټیوټ څلور کاله وړاندې په۱۳۹۱ یم لمریز کال کې تاسیس شوی، چې دباغ دارۍ او ایګرانومي په څانګو کې محصلانو ته زده کړې ورکوي.

له یاد انسټیټیوټ څخه تر دې دمه ۲۸۰ تنه محصلان د نیمه لوړو زده کړو په کچه ټولنې ته وړاندې شوي دي.

XS
SM
MD
LG