د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښېوې نادرخان وايي پر لور یې ناحقه تور لګول شوی


د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه

په افغانستان کې د هغې نجلۍ پلار د عدالت غوښتنه کوي چې دده په وینا په ننګرهار کې یو تن چې دی یې زورواکی بولي، په دوو لوڼو باندې په یوه شپه نکاح تړلې ده.

دغه تن چې د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسیدونکی دی او نادرخان نومیږي ادعا کوي چې د خپل کلي یو ځوان ته یې خپله لور په نکاح کړه. دغه تن یې پر لور تور پورې کړ چې باکره نه ده، بیا یې په زور ترې بله لور بوتله او له هغې سره یې هم نکاح وتړله.

د دغو نجونو پلار نادرخان چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د مدني ټولنو د استازو لخوا یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې پر لور یې ناحقه تور لګول شوی او له کوره ویستل شوې ده.

یاده پېښه د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې نږدې دوه میاشتي وړاندې شوې ده. د یکشنبې ورځې په کنفرانس کې یوشمیر مدني فعالانو د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره له حکومته وغوښتل چې دغې قضیې ته دې رسیده ګي وکړي.

XS
SM
MD
LG