مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
امریکا ته د کډوالۍ کېس لرونکي افغانان وایي، وروستیو پېښو اندېښمن کړي دي. په دوی کې ګڼ هغه افغان دي چې په ویزه پاکستان ته تللي خو د پروسیې د اوږدېدو له وجې لا هم هلته مېشت دي او د پاکستانۍ ویزو موده یې ختمه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د نومبر پر ۱۵مه پر خپله ووبپاڼه په اعلاميه کې ويلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په ملاتړ هغه کارډونه افغان کډوالو ته ورکړي ول او د دې ښکارندويي کوي چې هغوی په رسمیت پېژندل شوي کډوال دي.
د افغانستان له غاړې ابراهیم ځدراڼ ۱۲۹ منډې جوړې کړې. په نورو لوبغاړو کې راشد خان ۳۵، رحمت شاه ۳۰، عظمت عمرزي ۲۲ او رحمان الله ګربز ۲۱ منډې جوړې کړې.
د نومبر پر شپږمه په یو خپور شوي بیان کې ار اېس ایف ویلي، دوی په دغو کې د یو شمېر افغان خبریالانو سره خبرې کړې دي چې په وینا یې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د خبریالانو خلاف د تشدد او د دوی د نیولو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
د وزارت ویاندې مهر خورشيد د مې پر نهمه رسنیو ته وویل چې په هغه ناروغۍ اخته یو بل تن د مې پر اتمه د کراچۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه.
قلم لار بنسټ په خپل بیان کې نور معلومات نه دي ورکړي او د طالبانو حکومت هم لا د ویسا خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي. د ویسا ورور عطاالله ویسا د اکتوبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې د هغه د خوشې کېدو تصدیق وکړ.
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د اکتوبر د ۲۰مې نېټې په ماښام مشال راډیو ته وویل، د پاکستان دا هڅه ستایي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو د ده په وینا، هیڅ کډوال باید په زوره و نه ایستل شي
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې پر خپله ووبپاڼه ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۵مه سهار پر نهو بجو او ۳۶ منټو (دقیقو) د راغلې لومړۍ زلزلې مرکز له هرات ښاره ۳۰ کېلومیټره لیرې وو چې پر رېښتر پیمانه یې شدت ۶.۳ وو.
رویټرز خبري اژانس د جرمني د ځمکپوهنې او ساینس تحقیقاتي مرکز په حواله راپور ورکړی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه د سهار وختي راغلې زلزلې مرکز له هرات ښاره ۳۴ کېلوميټره لیرې وو چې یوشمېر سیمې یې ولړزولې. د خبر له مخې، د تازه زلزلې مرکز د ځمکې تر سطحې ۱۰ کېلوميټره ژور وو.
دا تر هغې وروسته ده چې اسرایل د حماس ډلې د پوځي او حکومتي وړتیاوو له منځه وړلو لپاره جګړه اعلان کړه.
ادارې د اکتوبر پر اتمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په هرات کې لږ تر لږه د ۱۱ کليو ټول کورونه ویجاړ شوي دي. اوچا د مړو شمېر ۱،۰۰۰ يادوي، خو د طالب چارواکي بیا وايي چې د وژل شويو شمېر تر ۲،۵۰۰ زیات دی.
مجاهد داراز د پاکستان د ځینو چارواکو دا دعوه هم رد کړې چې ګواکې هلته اوسېدونکي افغانان د ناامنۍ په پېښو کې ککړ دي. "افغان کډوال د پاکستان په امنيتي ستونزو کې ښکېل نه دي او تر [هغو] چې په خپله خوښه له پاکستانه لاړ نه شي باید هغه هېواد يې وزغمي."
په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اکتوبر پر درېیمه په بیان کې دا نه دي ویلي چې د هغو افغانانو د مړینې لامل څه وو خو په تېرو وختونو کې د سیند په زندانونو کې هم ځینې ناروغه افغانان مړه شوي دي.
په تېرو دوو کلونو کې هېڅ یوه هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان اوسنیو واکمنانو د یوه جامع حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د حق د رعایت په اړه د نړۍ غوښتنې نه دي منلي.
د بشري حقونو خپلواکه کمېشن د سېپټېمبر ۲۵مه پر اېکس پاڼه خپور کړي يو بيان کې لیکلي چې عدالتونه لا هم د تحريک انصاف د مشر عمران خان او د هغه ګوند د نورو مخکښانو د جرمونو تعين کوي نو په داسې حال کې د نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ادعاوې غير جمهوري دي.
د سېپتېمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته په وېنا کې کاکړ وويل چې پاکستان دا مهال د افغانستان نه د ورتلونکو ترهګرو په ځپلو بوخت دی.
د د نړیوال مرستندویه پلاوي (The International Assistance Mission) خیریه موسسه وايي چې د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې یې د دفتر تړل کېدو او د ۱۸ کارکوونکو د نیولو کېدو په لامل نه پوهېږي.
نور وښیئ