د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې په تازه زلزله کې یوشمېر کسان وژل شوي، ۱۲۰ ژوبل دي


له زلزلې اغېزمنه نجلۍ په هرات ولایت کې د سرې میاشتې په کیمپ کې ولاړه ده ـ د اکتوبر ۱۰مې انځور.
له زلزلې اغېزمنه نجلۍ په هرات ولایت کې د سرې میاشتې په کیمپ کې ولاړه ده ـ د اکتوبر ۱۰مې انځور.

په داسې حال کې چې د افغانستان په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې بله زلزله راغلې ده، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په هغه هېواد کې تر لومړۍ زلزلې وروسته د احتمالي قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي د اکتوبر ۱۱مې تر زلزلې وروسته مشال راډیو ته وویل چې چارشنبې د ورځې زلزلې د هرات ډېری ولسوالۍ او د بادغیس ولایت ځینې برخې لړزولې دي.

نوموړي وروسته وویل چې په تازه زلزله کې ۱۲۰ تنه ژوبل شوي او یوشمېر وژل شوي دي خو د مړو کره شمېر یې و نه ښود.

ده زیاته کړه چې زلزلې یوشمېر کورونه وران کړي خو پکې مرګژوبله ځکه کمه ده چې د اکتوبر اوومې زلزلې زیاتره اغېزمن له کورونو بهر په خیمو کې اوسي.

د هرات د حوزوي روغتون یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې تر زلزلې وروسته ټپیان ورلېږدول شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د جرمني د ځمکپوهنې او ساینس تحقیقاتي مرکز په حواله راپور ورکړی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه د سهار وختي راغلې زلزلې مرکز له هرات ښاره ۳۴ کېلوميټره لیرې وو چې یوشمېر سیمې یې ولړزولې. د خبر له مخې، د تازه زلزلې مرکز د ځمکې تر سطحې ۱۰ کېلوميټره ژور وو.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې پر رېښتر درجې د زلزلې زور، د اکتوبر اوومې هغې په څېر، ۶،۳ وو.

هرات کې بیا زلزله شوې، اغېزمن خلک وايي له لوی درده تېرېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

په عین حال کې د اسیا او ارام سمندرګي سیمې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان اېليېف یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي چې له افغانستان سره د مالي مرستو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی نو ځکه پکې د قحطۍ امکان دی.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د ملاتړ کچه لوړه کړي.

ډبلیو اېف پي مخکې هم خبرداری ورکړی چې که د افغانستان بودیجه زیاته نه شي نو اړو افغانانو ته د مرستو په رسولو کې به کمښت راشي.

د اکتوبر پر اوومه هم یوې زلزلې، چې مرکز یې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې وو، د سیمې اوسېدونکو ته درانه ځاني او مالي تلفات واړول.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې زلزلې د مړو شمېر د اکتوبر تر ۱۰مې پورې ۱،۲۹۴ تنه او د ژوبلو شمېر ۱،۶۸۸ دی. همداراز سازمان ویلي چې په زنده جان ولسوالۍ کې ۴۸۵ کسان ورک دي.

بل خوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې هغې زلزلې شاوخوا ۲،۵۰۰ کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG