د لاسرسي ځای

تازه خبر

ذبیح الله مجاهد وايي له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرېکړه د منلو نه ده


په کراچۍ کې افغان کډوال هېواد ته د ستنېدو لپاره کډه باروي - د سېپټېمبر ۲۱مې انځور.
په کراچۍ کې افغان کډوال هېواد ته د ستنېدو لپاره کډه باروي - د سېپټېمبر ۲۱مې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې د بې اسناده افغانانو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه "د منلو نه" ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر څلورمه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې له اسلام اباده غوښتي دي چې په دې برخه کې دې خپله تګلاره بدله کړي.

مجاهد داراز د پاکستان د ځینو چارواکو دا دعوه هم رد کړې چې ګواکې هلته اوسېدونکي افغانان د ناامنۍ په پېښو کې ککړ دي. "افغان کډوال د پاکستان په امنيتي ستونزو کې ښکېل نه دي او تر [هغو] چې په خپله خوښه له پاکستانه لاړ نه شي باید هغه هېواد يې وزغمي."

د پاکستان لنډمهالي حکومت لا د مجاهد د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې یوه ورځ مخکې یې ټولو اسناد نه لرونکو افغانانو ته د نومبر تر لومړۍ پورې د هېواد پرېښودو امر کړی وو.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې د سېپټېمبر له نهمې راهیسې یې په یوشمېر ښارونو کې تر ۱،۰۰۰ زیات بې اسناده افغانان نیولي دي چې هېواد ته ستنوي.

ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان دې خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي - پخوانی انځور.
ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان دې خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي - پخوانی انځور.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اکتوبر پر درېیمه په بیان کې وویل چې په پاکستان کې لږترلږه څلور افغانان تر ګرفتارۍ وروسته مړه شوي دي.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې د هغو افغانانو د مړینې لامل څه وو خو په تېرو وختونو کې د سیند په زندانونو کې هم ځینې ناروغه افغانان مړه شوي دي.

سفارت زیاتوي، په تېرو دوو اوونیو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱،۰۰۰ افغانان نیول شوي دي، چې ورڅخه یې ۴۸۵ کسانو قانوني اسناد هم لرل.

خو د پاکستان چارواکي وايي چې یوازې هغه افغانان نیسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

پر افغان کډوالو دا فشارونه داسې وخت زیات شوي، چې په پاکستان کې د ناامنیو پېښې هم زیاتې شوي او پاکستاني چارواکي وخت په وخت په هغو پېښو کې افغان وګړي په ککړتیا تورنوي. خو خپلواکه سرچینې هغه تور نه تاییدوي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېیمه تور پورې کړ چې په پاکستان کې د روان کال له پیله د ۲۴ ځانمرګو بریدونو له جملې څخه یې په ۱۴ حملو کې افغانانو لاس درلود. نوموړي البته د خپلې ادعا د اثبات لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان د اکتوبر پر څلورمه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې هلته راجسټر افغان کډوال په هېڅ ډول ناامنیو کې ککړ نه دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د کراچۍ پولیسو په سېپټېمبر کې په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۹۰۰ کسان یې ونیول.

د دې ترڅنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفي د اکتوبر پر درېيمه مشال راډيو ته ویلي ول چې دوه ورځې مخکې د اسلام اباد پولیسو له هغه ښاره ۸۰۰ افغان کډوال نيولي ول. د هغه په وينا، پولیسو وروسته ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر کې ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG