د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې په تازه زلزلو کې ۲ تنه وژل شوي، ۱۶۰ ژوبل دي


په هرات کې د اکتوبر ۱۵مې تر زلزلې وروسته خلک ژوبل کسان د سیمې روغتون ته لېږدوي.
په هرات کې د اکتوبر ۱۵مې تر زلزلې وروسته خلک ژوبل کسان د سیمې روغتون ته لېږدوي.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې څلور زلزلې شوې دي چې پکې تر ټولو لویه هغه په وار له مخه ځپل شوي هرات ولایت کې راغلې ده.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې پر خپله ووبپاڼه ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۵مه سهار پر نهو بجو او ۳۶ منټو (دقیقو) د راغلې لومړۍ زلزلې مرکز له هرات ښاره ۳۰ کېلومیټره لیرې وو چې پر رېښتر پیمانه یې شدت ۶.۳ وو.

تر دې وروسته، پر څلور کم ۱۰ بجو په هغه سیمه کې بله زلزله هم وشوه چې شدت یې ۵.۴ وو.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند نثار احمد الیاس مشال راډیو ته وویل چې په هغو زلزلو کې دوه تنه وژل شوي او ۱۶۰ ژوبل دي.

نوموړی زیاتوي چې په زلزله کې د هرات ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې ودانیو ته زیانونه اوښتي دي.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا، دوه نورې زلزلې د هندوکش غرونو په لمن او د افغانستان په شمالي برخو کې راغلې دي چې د لومړۍ شدت ۴.۱ او د دویمې هغې ۴.۲ وو.

د طالبانو حکومت لا په هغو زلزلو کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د هرات اوسېدونکي د اکتوبر له اوومې راهیسې د زلزلو پرله پسې ټکانونو وېرولي دي او ځینې خلک هڅه کوي چې له هراته کډه شي.

د اکتوبر پر ۱۱مه هم په هرات ولایت کې په زلزله کې ۱۲۰ تنه ژوبل شوي ول. رویټرز خبري اژانس د جرمني د ځمکپوهنې او ساینس تحقیقاتي مرکز په حواله راپور ورکړی وو چې پر رېښتر درجې د هغې زلزلې زور ۶.۳ وو.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي ول چې پر رېښتر درجې د اکتوبر اوومې د زلزلې زور هم ۶.۳ وو چې هرات، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونه یې ولړزول.

ملګري ملتونه وايي چې د اکتوبر اوومې او ۱۱مې په زلزلو کې شاوخوا ۱،۳۰۰ تنه وژل شوي ول خو د طالبانو حکومت د وژل شویو شمېر شاوخوا ۲،۵۰۰ زیاتوي.

اخوا د اسیا او ارام سمندرګي سیمې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان اېليېف تر لومړۍ زلزلې وروسته یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي ول چې له افغانستان سره د مالي مرستو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی نو ځکه پکې د قحطۍ امکان دی.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د ملاتړ کچه لوړه کړي.

XS
SM
MD
LG