د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوالو ادارو د هرات له زلزله ځپلو سره مرستې پیل کړې دي


په زنده جان کې په زلزله کې د وژل شويو کسانو د کورنۍ ښځې ژاړي.
په زنده جان کې په زلزله کې د وژل شويو کسانو د کورنۍ ښځې ژاړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د افغانستان په هرات کې د اکتوبر د اوومې زلزلې څه د پاسه ۱۱،۰۰۰ کسان ځپلي دي.

ادارې د اکتوبر پر اتمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په هرات کې لږ تر لږه د ۱۱ کليو ټول کورونه ویجاړ شوي دي. اوچا د مړو شمېرتر ۱،۰۰۰ کسان زیات ادوي، خو طالب چارواکي بیا وايي چې د وژل شويو شمېر تر ۲،۵۰۰ زیات دی. بیان کې ويل شوي چې ۲،۱۰۰ کسان بېکوره شوي دي او زنده جان کې ۵۱۶ کسان چې ۲۰۳ سړي او ۲۱۳ ښځي پکې دي، د اکتوبر تر اتمې ماښام پورې لادرکه ول.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي له څو نورو مرستندویو سازمانونو سره يې په ګډه د هرات زلزله ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات ورکول دوام لري. د سازمان افغانستان څانګې د اکتوبر پر اتمه ماښام مهال په یوه بیان کې ویلي چې دوی تر دې دمه د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې ۵۴ ګرځنده روغتیايي ډلې استولې دي چې په بيړنيو صحي مرستو بوختې دي.

بیان کې زیاتوي چې د اکتوبر اتمې پورې د هرات په مرکزي روغتون کې لږ تر لږه د ۵۰۰ ټپيانو درملنه شوې وه.

د اکتوبر پر اتمه په افغانستان کې د خوراک د نړي والې ادارې ویاند وحيد الله اماني مشال راديو ته وويل چې يو شمېر زلزله ځپلو ته يي خوراکي توکي رسولي دي.

"زموږ ډلې په ساحه کې دي او د اغیز منو د ارزونې او تشحيص عمل دوام لري، دا مهال موږ د شلو زرو کسانو لپاره د خوراکي توکو بستې چمتو لرو او د نورو اغیز منو لپاره د بشري او خوراکي توکو لپاره مرستې کولی شو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د زلزلې اغېز له نېږدې څخه څاري. انتوني بلېنکن د اکتوبر پر اتمه نېټه پر اېکس چې پخوانی نوم يې ټويټر وو، لیکلي چې د امریکا بشرپال همکاران د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د بېړنيو مرستو کولو اقدام کوي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې اړوندې نړیوالې ادارې د اکتوبر اوومې د زلزلې د زیانونو په ارزونه بوخت دي.

افغانستان کې زلزلې لوی ځاني او مالي زیانونه اړولي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

لومړۍ زلزلې تر ټولو زیات له ایران سره پر پوله پروت هرات ولایت ځپلی ځکه چې مرکز یې له هرات ښاره ۴۰ کېلومیټره لیرې شمال لویدیځ لوري ته وو. زلزلې د هرات ولایت مرکز تر څنګ زنده جان او یوشمېر نورې ولسوالۍ هم ځپلې دي. د هرات مرکز د نفوسو له پلوه د افغانستان درېیم لوی ښار دی چې پکې شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ خلک اوسي.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا، پر رېښتر درجې د هغې زلزلې زور ۶.۳ وو او په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې هم احساس شوه.

په افغانستان کې وخت په وخت زلزلې مرګژوبله او مالي زیانونه اړوي. د ۲۰۲۲ز کال د جون د ۲۲مې په زلزله کې د افغانستان په جنوب ختیزو ولایتونو کې شاوخوا ۲،۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG