د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان اسټرالیا ته ۲۹۲ منډو هدف وټاکلو


دغه لوبه د هندوستان د ممبۍ ښار په وانکيډي لوبغالي کې روانه ده.
دغه لوبه د هندوستان د ممبۍ ښار په وانکيډي لوبغالي کې روانه ده.

د افغانستان لوبډلې د نومبر په اوومه د اسټرالیا خلاف لومړی بیټنګ وکړ او د پنځو لوبغاړو په تاوان یې ۲۹۱ منډې یې جوړې کړې.

دا د کرکټ د سږني ورلډ کپ ۳۹مه لوبه ده چې پکې افغانستان د اسټرالیا خلاف د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

دغه لوبه د هندوستان د ممبۍ ښار په وانکيډي لوبغالي کې روانه ده.

د لوبې له پیلېدو وړاندې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وویل چې د وانکيډي په لوبغالي کې تر دې دمه لومړۍ توپوهنه بریالۍ وه، نو په همدې امله یې دا پرېکړه کړې ده. داسې ښکاري چې د افغان کپتان وړاندوینه سمه وه ځکه چې د اسټرالیا خلاف افغان لوبغاړي ښه وځلېدل.

د افغانستان له غاړې ابراهیم ځدراڼ ۱۲۹ منډې جوړې کړې. په نورو لوبغاړو کې راشد خان ۳۵، رحمت شاه ۳۰، عظمت عمرزي ۲۲ او رحمان الله ګربز ۲۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان په یولس کسیز ترکیب کې نن نوین الحق ته یو وار بیا د فضل حق فاروقي پرځای د لوبې چانس ورکړل شوی دی.

د اسټرالیا په ۱۱ کسیز ترکیب کې یو وار بیا میچل مارش او ګلین میکسویل ته چانس ورکړل شوی، خو سټيف سمیت بیا نن نه لوبیږي.

د اسټرالیا له غاړې جاش هازلووډ د افغانستان دوه لوبغاړي وسوځول.

نیمه پایلوبې ته د رسېدو په پار افغان لوبډلې ته مهمه ده چې دا سیالي وګټي.

په روان نړيوال جام کې تر اوسه افغانستان اووه سيالۍ کړي او څلور يې ګټلې دي. د اسټرالیا خلاف دا لوبه د افغانستان اتمه لوبه ده. افغانستان له انګلېنډ، پاکستان او سري لنکا نه لوبې ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG