د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي پاکستان باید کډوال په زوره ونه باسي


د پاکستان لخوا کډوالو ته ورکړل شوي ضرب الاجل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي: انځور له ارشیفه
د پاکستان لخوا کډوالو ته ورکړل شوي ضرب الاجل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي: انځور له ارشیفه

ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې افغان کډوال دې په زوره له ملکه نه باسي.

د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د اکتوبر د ۲۰مې نېټې په ماښام مشال راډیو ته وویل، د پاکستان دا هڅه ستایي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو د ده په وینا، هیڅ کډوال باید په زوره و نه ایستل شي: "موږ په دې باور یو چې هیڅ هېواد باید کډوال بیرته له خپلې خوښې پرته خپل هېواد ته په زوره ستانه نکړي. زموږ د تګلارې له مخې، کډوال یوازې هغه وخت خپل هېواد ته ستنېدای شي چې خوښه یې وي او داسې احساس کړي چې دوی خوندي دي."

فرحان حق زیاته کړه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې برخه کې خپلې اندېښنې له پاکستانيو چارواکو سره شریکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لخوا هغو افغان کډوالو ته چې په دغه هیواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورسره نه وي، د اکتوبر ۳۱مه وروستۍ ورځ ټاکل شوې چې افغانستان ته به ستېږي کنه نو د نیولو لړۍ به یې پیلېږي. پاکستان وايي یوازې هغه کډوال نیسي او باسي چې هلته د اوسېدو رسمي اسناد نه لري.

د پاکستان لخوا کډوالو ته ورکړل شوي ضرب الاجل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي،که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې اووه لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده ونه وځي په زوره به یې وباسي.

بل پلو، زیات شمېر افغان کډوال هم چې په پاکستان کې ژوند کوي، په دې نظر دي چې د طالبانو د ګواښونو له امله بیرته خپل هېواد ته نه شي ستنیدلی. د دوی په ډله کې یو شمېر پخواني پوځيان، د نړیوالو نظامي بنسټونو همکاران، د بشري حقونو فعالان خبریالان او نور شامل دي.

تر ملګرو ملتو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له پاکستانه غوښتي وو چې له خپلې پرېکړې په شا شي او افغان کډوال دې په زوره له خپلې خاورې نه باسي.

د بشري حقونو د څار ډلې او د بشري حقونو نړیوالې ادارې هم ویلي دي چې په زوره د کډوالو ایستل له نړیوالو بشري حقونو سره په ټکر کې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمشنري اټکل کوي چې شاوخوا درې میلیونه او اووه لکه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې نژدې اووه لکه یې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، پاکستان ته تللي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

XS
SM
MD
LG