د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند اندېښنه ښوولې


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر فولکر تورک د وينا په حال کې دی ــ انځور له ارشيفه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر فولکر تورک د وينا په حال کې دی ــ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر فولکر تورک وایي، داسې شکایتونه یې ترلاسه کړي چې د پاکستان حکومت هغه افغانان هم په زور ستنوي چې د کډوالۍ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) او يا هم د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د نومبر پر ۱۵مه پر خپله ووبپاڼه په اعلاميه کې ويلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په ملاتړ هغه کارډونه افغان کډوالو ته ورکړي ول او د دې ښکارندويي کوي چې هغوی په رسمیت پېژندل شوي کډوال دي.

په اعلاميه کې راغلي چې تورک پر هغو راپورونو اندېښنه ښوولې چې پکې "له پاکستانه د افغانانو خپلسري شړل او ناوړه چلند، دافغانانو په خپلسري ډول نیول او توقیف، د ملکیتونو او شخصي اثارو ویجاړول او له زور زیاتي سره د هغوی مخامخېدل" شامل دي.

اعلامیه وايي چې ملګرو ملتونو دا معلومات افغانستان ته له لېږدول شویو کډوالو ترلاسه کړي دي.

په اعلامیه کې د یوه افغان کډوال په حواله، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، راغلي چې پاکستاني پولیس د شپې له خوا د هغوی پر کورونو چاپې وهي او پیسې، زر، څاروي او نور مالونه ترې وړي.

هغه کس ویلي، پولیسو یوازې څو ساعته وخت ورکړ چې د کور پاتې توکي له ځان سره بار کړي او کډه شي.

هغه افغان ملګرو ملتونو ته ویلي چې د کور د خالي کېدو په حال کې وو چې حکومتي کارکوونکو یې په بلډوزر د کور ورانول پيل کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په پاکستان کې ګڼو افغان کډوالو هم مشال راډیو ته د پوليسو د رويې شکايت کړی وو چې پر اسنادو لرلو سربېره يې ځوروي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د اعلامیې په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې د افغان کډوالو د ځورولو راپورونه رد کړي ول او په بیا بیا یې ټینګار کړی دی چې یوازې بې اسناده افغانان نیسي.

له دې پرته د پاکستان لوړپوړو چارواکو ویلي دي چې د قانون پلي ادارو کارکوونکو ته یې امر کړی چې اسناد لرونکي کډوال دي نه ځوروي.

لاهور مېشتې پښتانه وایي پولیس یې د بې اسناده کډوالو په نامه ځوروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

د پاکستان حکومت په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به د افغان کډوالو په ګډون ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هېواده باسي.

له هغه وخت راهیسې له پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍدوام لري او د یو اېن اېچ سي ار په وينا، د نومبر تر ۱۵مې تر ۳۰۰،۰۰۰ زيات وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو تنظیمونو او ګوندونو د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالو ستنولو پر پرېکړه نیوکې کړي او په بیا بیا یې ورڅخه غوښتي چې هغه پرېکړه دې بېرته واخلي.

د نومبر پر ۱۰مه، د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بندي کول، ایستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي.

بل خوا ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې له خطر سره د مخامخ ټولو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) ویلي، په پاکستان کې تر ۲۰۰ زیات افغان خبریالان ژوند کوي او که د بې اسناده افغانانو په بهیر کې دوی هم ولېږل شول نو په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدلی شی.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم)، له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه بېلې شوې ډلې او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو کره شمېره معلوم نه دی خو پاکستاني چارواکي یې شمېر شاوخوا ۱۷ لکه یادوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي چې په پاکستان کې خواوشا ۱۳ لکه افغان کډوال پي او ار او ۸۴۰،۰۰۰ افغان سېټېزن یا تابعیت کارډونه لري.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په بېلابېلو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک پاکستان ته کډه شوي دي.

پر افغانستان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG