د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اې اېم په افغانستان کې د خپلو نیول شویو کارکوونکو د خوشې کولو هڅې پیل کړي


د افغانستان غور ولایت فېروز کوه سیمه: انځور له ارشیفه
د افغانستان غور ولایت فېروز کوه سیمه: انځور له ارشیفه

په افغانستان کې کارکوونکې یوه نړیواله مرستندویه موسسه (ای اې اېم) وايي، هڅه کوي د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د نادولتي سازمانونو د همغږۍ بنسټ په همکارۍ خپل ۱۸ کارکوونکي خوشې کړي.

د د نړیوال مرستندویه پلاوي (The International Assistance Mission) خیریه موسسه وايي چې د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې یې د دفتر تړل کېدو او د ۱۸ کارکوونکو د نیولو کېدو په لامل نه پوهېږي.

په نیولو شویو کې لږه تر لږه یوه یې مېرمن ښودل کېږي چې امریکايي شهریت لري.

يادې ادارې د سېپټېمبر په ۱۶مه په یوه بیان کې وویل چې دوی تر اوسه دا معلومات نه‌ لري چې کارکوونکي یې په کوم تور نیول شوي دي؟

خو د طالبانو حکومت د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحي زعیم د سېپټېمبر په ۱۵مه مشال راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې د شواهدو له څرګندولو پرته ادعا وکړه چې نیول شویو کسانو د عیسویت تبلیغ کاوه.

تورپېکۍ يوسفزۍ: تعليم ژبه ده او طالبان دې له ښځو ژبه نه اخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

هغه زياته کړه چې د دغو کسانو د نيولو لارښوونه یې له کابل څخه ترلاسه کړې، خو په کابل کې د طالبانو د استخباراتو چارواکو د دوی د حکومت وياند او امنيتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو ای اې اېم بنسټ ویلي، که د دې سازمان یا د کوم کارکوونکي پر وړاندې یې کوم تور مطرح شي، په خپلواکه ډول به وړاندې شوی هر سند وڅېړي.

دوی ویلي چې دا موسسه د ملګرو ملتونو سازمان او په افغانستان کې د نادولتي سازمانونو د همغږۍ بنسټ یا اکبر سره یو ځای کار کوي څو له وضعیت نه ښه درک ولري او د خپلو ۱۸ همکارانو د ژر تر ژره خلاصون لپاره کار وکړي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت ته یې چې ورسره په قانوني توګه ثبت دی، د خپلو کارکوونکو د نیول کېدو په اړه یو لیک لیکلی دی.

په همدې حال کې د غور ولایت سیمه‌ییزو سرچینو د سېپټېمبر په ۱۵مه د نوم د نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د دې نړیوال مرستندویه پلاوي یا ای اې اېم بنسټ کارکوونکي د لعل او سرجنګل په ولسوالیو کې د دغه بنسټ له دفتر څخه نیول شوي چې شپږ تنه په کې ښځې دي. سرچينې زياته کړې چې د دې ادارې نيول شوى بهرنى کارکوونکى، امريکايي تبعه دى.

په یوې بلې اعلامیې کې د 'ای اې اېم موسسې د سېپټېمبر په ۱۵مه وویل چې د دې موسسې درې کارکوونکي چې یو یې بهرنی وګړی و، د سېپټېمبر په درېیمه نیول شوي او ۱۵ نور کارکوونکي یې چې ټول افغانان دي، د سېپټېمبر په ۱۵مه د غور ولایت د لعل او سرجنګل په ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د یادې موسسې په وينا، نيول شوي کسان کابل ته لېږدول شوي دي.

ای اې اېم وايي چې له ۱۹۶۶ کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي او تر ۳۰۰ ډېر افغان کارکوونکي او تر ۲۰ ډېر بهرني عیسوي رضا کاران لري چې له افغانانو سره یوځای کار کوي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د دوی تمرکز د ظرفیت لوړولو په برخه کې له افغانانو سره مرسته ده.

په ۲۰۰۱ کال کې، طالبانو د 'شلټر نو' په نوم د یوې جرمنۍ خیریه موسسې اته تنه کارکوونکي د عیسویت د ترویج په تور ونیول، خو دوی شاوخوا یوه میاشت وروسته د نړیوالې ټولنې په منځګړیتوب خوشې شول.

XS
SM
MD
LG