د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېچ ار سي پي: عدالتونه به پرېکړه کوي چې عمران خان په انتخاباتو کې ګډون کولی شي که نه؟


د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان: انځور له ارشیفه
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان: انځور له ارشیفه

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د هغه هېواد د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ هغه بیان "غیرجمهوري" بللی چې ګنې راتلونکې انتخابات به د عمران خان له ګډونه پرته ترسره کېږي.

د بشري حقونو خپلواک کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۵مه پر اېکس پاڼه خپور کړي يو بيان کې لیکلي چې عدالتونه لا هم د تحريک انصاف د مشر عمران خان او د هغه ګوند د نورو مخکښانو د جرمونو تعين کوي نو په داسې حال کې د نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ادعاوې غير جمهوري دي.

په بيان کې راغلي دي چې وزيراعظم يا د هغه حکومت به په يو اړ خيزه توګه دا پرېکړه نه کوي چې رڼې ټولټاکنې به څنګه وي؟

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ د سېپټېمبر پر ۲۴مه، له اسوشيېټېډ پرېس اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې د هیواد راتلونکې انتخابات د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان له ګډونه پرته هم په پاک او شفاف ډول ترسره کېدای شي.

انوارالحق کاکړ په هغه مرکه کې دا تاثر رد کړ چې ګواکې پوځي اېسټېبليشمېنټ به په راتلونکو انتخاباتو کې د عمران خان د ممکنه بریا د مخنيوي لپاره لاسوهنه وکړي.

نګران وزیراعظم دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۱مه اعلان وکړ چې په هغه هېواد کې به د جنورۍ مياشتې په وروستيو ورځو کې عام انتخابات کېږي. کمېشن زیاته کړې چې د انتخاباتو د ځنډېدو لامل د نوي سرشمېرنې پر اساس د نويو حلقه بنديو کول دي.

تحریک انصاف د انوارالحق کاکړ د خبرو په غبرګون کې پر اېکس پاڼه، چې پخوانی نوم یې ټويتر دی، ليکلي چې د عمران خان او تحریک انصاف له ګډون پرته به هر ډول انتخابات غیر ايیني، غير قانوني او غیر اخلاقي وي. دې ګوند دعوه کړې چې عمران خان په ولس کې تر ټولو ډېر محبوبیت لرونکی سیاستوال دی نو ځکه به خلک له هغه پرته د ټاکنو کول ونه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان تر څنګ د تحريک انصاف يوشمېر مشران لا هم په بېلابېلو مقدمو کې په زندانونو کې دي.

د مې نهمې تر پېښو وروسته، د پخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګڼ پلویان او مشران نیول شوي او ګڼو نورو ګوند پرېښی دی.

د دغه ګوند ځيني سیاستوال د ګرفتاريو د مخنيوي لپاره پټ هم دي. په وروستیو کې فواد چودري، اسد عمر، پروېزخټک، عثمان بزدار او شیرین مزاري تر څنګ له ۵۰ زیاتو سیاستوالو تحریک انصاف پریښی او یا یې له ګوندي عهدو استعفاوې ورکړي دي.

د مې پر نهمه د عمران تر نیونې وروسته د مظاهرو په مهال پر پوځي تاسیساتو، پوځي یادګارونو، پوځي مجسمو، او دولتي او شخصي ودانیو حملې وشوې او ځينو ځایونو ته اور واچول شو. عمران خان ادعا کوي چې دا کار د استخباراتي ادارې د دې لپاره کړی چې د هغه د ګوند غړيو ګرفتارۍ ته لاره هواره شي. خو پوځ وايي دوی سره ثبوتونه شته چې مظاهرې د تحريک انصاف مشرانو په همدغه قسم پلان کړې وې.

عمران خان په ۱۹۹۶ز کال کې تحریک انصاف جوړ کړ خو تر ۲۰۱۱ز کال وروسته هغه ګوند ته له بېلا بېلو ګوندونو ګڼ مشران ورغلل او د ۲۰۱۳ز کال په ټاکنو کې تحریک انصاف په لومړي ځل د قامي اسمبلۍ ۳۵ څوکې وګټلې. دا راز هغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې حکومت هم جوړ کړ.

په ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې هغه ګوند د پاکستان په کچه تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ چې بیا وروسته په ۲۰۲۲ز کال د اپوزیشن ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه د ګوند مشر عمران خان له وزیراعظمۍ لیری شو.

XS
SM
MD
LG