د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبليو اېف پي: د پیسو د نشتوالي له وجې ښايي افغانستان کې مرستندويه کارونه ودروو


په لغمان کې د ډبليو اېف پي مرستندويه کار کوونکي - انځور له ارشیفه
په لغمان کې د ډبليو اېف پي مرستندويه کار کوونکي - انځور له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړی چې د پیسو د کمي له وجې ښايي په افغانستان کې د مرستو او خوړو رسولو کارونه ودروي.

دې ادارې زیاته کړې چې د بجټ له سخت کمي سره مخ دی او که لازمه بودیجه ورته ونه رسېږي له افغانستان سره به د مجبورۍ له مخې خپلې مرستې بندې کړي.

د دې پروګرام اجرایوي مشرې سینډي ميکېن له اې بي سي نيوز سره په مرکه کې ويلي‌ چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل شپیته کلن تاریخ کې د بجټ له بې ساري کمښت سره مخ دی. هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې دومره پیسې هم نه لري چې ان همدا اکتوبر میاشت هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې له ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې ادارې په وينا د ضرورتممندو خلکو شمير ورځ په ورځ ځکه زیاتيږي چې د طالبانو تر حکومت لاندې روزګارونه کم او اقتصاد خراب شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د لوږې سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ تر ټولو لویه اداره ده. دې ادارې فغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی نه شي کولی دا هېواد یوازې پریږدي.

ډبلیو اېف پي د سیپتمبر پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه چې پخوا ټويټر وو، لیکلي چې د ژمي لپاره د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو ارب ډالرو ته اړتیا لري. د سازمان په وینا ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی او د اړو خلکو شمیر زیات شوی دی.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی وو چې د بودېجې نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي دي. ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د دوی د مرستو رسولو کارونه له دې وجې هم ټکني شوي دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ښځو د کار بندیز لګولی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په زور په افغانستان کې حکومت ونيو. تر هغه وروسته دوی پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او پر ښځو د کار بندیز اعلان کړی دی. طالبانو په دې اړه د نړيوالو فشارونو په ځواب کې ويلي‌چې دا یې داخلي موضوع ده.

XS
SM
MD
LG