د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ په نړیوال کپ کې نن پاکستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي


پاکستان تر اوسه په پنځه لوبو کې دوې ګټلې او درې یې بایللې دي
پاکستان تر اوسه په پنځه لوبو کې دوې ګټلې او درې یې بایللې دي

د پاکستان د کرکټ لوبډله د اکتوبر پر ۲۷مه په نړیوال کپ کې له جنوبي افریقا سره لوبه کوي.

دا لوبه د پېښور له وخت سره سمه د ماسپښین پر یوه نیمه بجه د هند د چینايي په میدان کې پیلېږي.

د پاکستان لپاره دا لوبه په دې ډېره مهمه ده چې یو خوا په پواینټ ټېبل کې پر شپږم نمبر دی او بل یې تېرې درې لوبې ټولې بایللې دي.

پاکستان تر اوسه په پنځه لوبو کې دوې ګټلې او درې یې بایللې دي. خو جنوبي‌ افریقا په پنځه لوبو کې څلور ګټلې دي.

تېره ورځ د سري لنکا لوبډلې انګلستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

د بنګلور په لوبغالي کې تر سره شوې دې لوبه کې پچه انګلینډ وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

د انګلینډ لوبډلې په لومړي سر کې ښه بیټېنګ پیل کړ خو په ۴۵ منډو چې ډېوېډ ملان وسوځېد نو لږ ساعت وروسته ورپسې جو روټ، جاني بېیرسټو، جاس بټلر او بیا لېیام لېوېنګسټون وسوځېدل. هغه مهال د انګلینډ لوبډلې ټولې منډې ۸۵ وې.

د انګلستان معین علي چې وسوځېد نو د لوبډلې ټولې منډې ۱۲۲ وې. تر دې وروسته پاتې لوبغاړي تر ډېره په بیټېنګ کولو و نه توانېدل او سري لنکايي توپ ویشتونکو ټوله انګلستانۍ لوبډله په ۱۵۶ منډو وسوځوله.

د سري لنکا لهېرو کمارا درې او کسون رجېتا او اینجېلو میتیوز دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې سري لنکایۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۶م اوور کې پوره کړ. پتوم نېسانکا ۷۷ او سدیرا سمروېکرما ۶۵ منډې جوړې کړې. د انګلستان ډېوېډ وېلي دوه سري لنکايي لوبغاړي وسوځول.

په نړیوال جام کې هند د خپلو پینځو سیالیو په ګټلو ۱۰ نومرې (پواینټه یا نمبرې) لري په درجه بندۍ کې پر لومړي مقام دی.

تر دې وروسته جنوبي افریقا او نیو زیلینډ له پینځو څخه څلور سیالۍ کې ګټلې دي خو سوېلې افریقا د منډو وروستي تناسب (نېټ رن رېټ) زیاتوالي له کبله پر دویم او نیو زیلینډ پر درېیم مقام ده.

اسټرالیا په شپږو پواینټونو پر څلورم او سري لنکا د اکتوبر ۲۶مې له سیالۍ ګټلو سره له پاکستانه پینځم ځای واخیست او پاکستان په څلورو نومرو شپږم مقام ته ښکته شو. افغانستان هم له پینځو څخه دوه سیالۍ ګټلې دي، څلور پواینټه لري خو د کم نېټ رن رېټ او د سري لنکا د بریا له وجې اووم مقام ته ښکته شوی دی.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG