د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ته د تګ په انتظار افغانان وايي پاکستاني پولیس یې د اسنادو لرلو باوجود ځوروي


په تورخم کې یوه افغانه کورنۍ هېواد ته د ستنېدو په انتظار ده - د نومبر څلورمې انځور.
په تورخم کې یوه افغانه کورنۍ هېواد ته د ستنېدو په انتظار ده - د نومبر څلورمې انځور.

په پاکستان کې مېشت یوشمېر هغه افغانان چې د امریکا له سفارت څخه یې د خونديتوب لیکونه ترلاسه کړي، شکايت لري چې پوليس یې ځوروي.

هلته مېشتو ځینو افغانانو له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پولیس د امریکا سفارت له لوري ورته ورکړل شوي لیک او نورو اسنادو ته ارزښت نه ورکوي.

په پاکستان کې مېشته افغانه مېرمن چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې امریکا ته د تګ لپاره پي ټو (P2) کېس لري او د هغې د پروسې بشپړولو لپاره له تېر یو نیم کال راهیسې په پاکستان کې ده او مېړه ته یې سفارت د خوندیتوب لیک هم ورکړی خو پر دې سربېره هغه پولیسو نیولی او له هېواده یې باسي. "زما مېړه ليک او پاسپورټ دواړه لري او همدا شان د یو اېن اېچ سي ار کېس نمبر هم لري، یوازې د هغه ویزه پای ته رسېدلې ده، پولیسو هغه د پېښور بورډ سیمه کې د کار له سره نیولی او دا یې ورته ویلي دي چې د امریکا د خونديتوب ليک او د یو اېن اېچ سي ار شمېره موږ ته د منلو وړ نه ده او موږ به تاسو افغانستان ته ولېږدوو."

هغه ادعا کوي، چې ورور یې هم د امريکا سفارت د خونديتوب ليک لري خو هغه هم پولیسو نیولی وو چې د هغې په وینا د پیسو ورکولو وروسته بېرته خوشې شو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي او پاکستاني چارواکي وایي چې په اسلام اباد کې د امریکايي سفارت په سپارښتنه یې ټولو اړونده ادارو ته لارښوونه کړې ده چې هغه زرګونه افغانان به نه نیسي چې امریکا ته د تګ لپاره یې درخواستونه ورکړي دي.

احمد ولې په پېښور ښار کې اوسي او امریکا ته د کډوالۍکېس لري. هغه وايي پولیسو یې د نومبر پر ۱۸مه یو بل افغان ګاونډي چې هغه هم امریکا ته د کډوالۍ کېس درلود او سفارت له خوا د خونديتوب لیک ورسره وو، پولیسو ونیو او تورخم ته یې ولېږدوو. "زموږ ګاونډي چې عبدالحمید نومېږي او د پي ټو کېس او د امريکا د سفارت پاڼه ا پاسپورټ ورسره وو خو د ویزې موده یې ختمه شوې وه، پولیسو ونیوه او په یوه لوی موټر کې یې ناصرباغ ته بوته. او بیا یې تورخم ته ولېږداوه."

امریکا ته د کډوالۍ کېس لرونکي افغانان وایي، وروستیو پېښو اندېښمن کړي دي. په دوی کې ګڼ هغه افغان دي چې په ویزه پاکستان ته تللي خو د پروسیې د اوږدېدو له وجې لا هم هلته مېشت دي او د پاکستانۍ ویزو موده یې ختمه شوې ده.

فرید هم یو له هغو کسانو څخه دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د امریکا سفارت یې له ستونزې خبر دی او چارواکو ټولو هغو کډوالو ته سږ کال په نومبر کې یو لیک هم استولی دی. "زموږ ویزې ختمې شوې خو د امریکا حکومت موږ ته يو لیک راولېږده او ویې ویل چې موږ ستاسو معلومات د پاکستان له حکومت سره شریک کړل. دا لیک چې موږ ته رالېږدول شوی، د پاکستان پولیسو ته د منلو وړ نه دی او موږ د خپل وضعیت په اړه اندېښمن یو."

تر دې مخکې په کراچۍ کې فعالې او د افغان کډوالو وکیلې منېزې کاکړ او په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې فعالیت لري ادعا کړې وه چې پولیس یو شمېر هغه افغانان هم نیسي چې د کډوالۍ اسناد لري خو پاکستاني پولیس دا ردوي او وایي یوازې اسناد نه لرونکي بهرنیان نیسي.

د پاکستان لنډ مهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه اعلان وکړ چې په زرګونو هغه افغانان چې د امریکا ویزو ته په تمه دي له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د عملیاتو په لړ کې نه ایستل کېږي.

د اسوشیېټېډ پریس اژانس د راپور له مخې، لږترلږه ۲۵،۰۰۰ افغانان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي او امریکا ته د کډوالۍ لپاره یې کېسونه یې جمع کړي دي.

په وروستیو کې اسلام اباد بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان له خوا د کډوالو ستنولو پر پرېکړه نیوکې کړي دي. د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د اوروزګان ـ کندهار د لوی لارې د جوړولو د پرانيستې په مراسمو کې وویل چې په نړۍ کې د کډوالو داسې لېږدول په هېڅ بل هېواد کې هم نه دي شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به د افغان کډوالو په ګډون ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هېواده باسي.

له هغه وخت راهیسې له پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍدوام لري او د یو اېن اېچ سي ار په وينا، د نومبر تر ۱۵مې تر ۳۰۰،۰۰۰ زيات وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو تنظیمونو او ګوندونو د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالو ستنولو پر پرېکړه نیوکې کړي او په بیا بیا یې ورڅخه غوښتي چې هغه پرېکړه دې بېرته واخلي.

خو د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې غونډې ته وويل چې له بې اسناده بهرنيانو سره به "هېڅ قسم رعايت" نه کوي. د هغه په وينا، چې دا یې ملک د امنيت په ګټه ده چې بې اسناد کډوال ستانه شي.

XS
SM
MD
LG