د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوارالحق کاکړ: د افغانستان له خاورې د یاغیانو بریدونه د اندېښنې وړ دي


د پاکستان لنډمهالی وزیراعظم انوارالحق کاکړ د سېپټېمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته وېنا کوي.
د پاکستان لنډمهالی وزیراعظم انوارالحق کاکړ د سېپټېمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته وېنا کوي.

د پاکستان نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ وايي، له افغانستانه پر پاکستانۍ خاوره د یاغیانو بریدونه غندي او د افغان طالبانو حکومت له پکار دي چې د دغو بریدونو مخه دې ونیسي.

د سېپتېمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته په وېنا کې کاکړ وويل چې پاکستان دا مهال د افغانستان نه د ورتلونکو ترهګرو په ځپلو بوخت دی.

هغه زیاته کړه: ''د پاکستان لومړيتوب دا دې چې له افغانستانه د راروانې ترهګرۍ مخه ونيول شي او وځپل شي، د پولې پورې غاړې نه په پاکستان کېدونکي بریدونه غندي، دا بریدونه د پاکستاني طالبانو، داعش او نورو ډلو لخوا د افغانستان له خاورې کېږي، موږ تل له کابل سره د دې بریدونو د مخنيوي لپاره د همکارۍ په لټه کې يو.''

د طالبانو حکومت لا د کاکړ د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځایونه نه لري، د داعش ډلې پر ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جېلاني د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې دې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پرضد ''عملي اقدامات'' وکړي.

جیلاني د سېپټېمبر پر ۲۱مه په نیو یارک کې د ترکیې له ټي ار ټي ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د ټي ټي پي او اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې په ګډون د نورو وسلوالو موجودګي نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره د ژورې اندېښنې وړ ده.

دا راز د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر د اګست پر ۱۳مه یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارولو ته نه پرېږدي. طالبان دا ادعاوې ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د اسلام اباد د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو پلاوی د سېپټېمبر پر ۲۱مه کابل ته ورسېد او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل. دواړه خواو په پاکستان کې دې د افغانانو ګرفتارۍ او د ټرانزېټ سوداګرۍ ترڅنګ په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

په وروستیو کې د پاکستان په بیلا بېلو برخو کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي. د سېپټېمبر پر شپږمه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ګڼو وسلوالو په چترال کې پر امنیتي پوستو برید وکړ نو د پاکستان پوځ وویل چې هغه وسلوال هم له کونړ او نورستان ولایتونو وراوښتي ول.

خو ټي ټي پي ويلي دي چې له خورا زیات وخت راهیسې یې په چترال کې دي او د دې ډول بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې کارولو اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG