د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د کانګو ناروغۍ له وجې یو ډاکټر مړ شوی دی


د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو سازمان وایي د کانګو ناروغي له یو مریض څخه ډاکټرانو ته لګېدلې ده ـ پخوانی انځور.
د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو سازمان وایي د کانګو ناروغي له یو مریض څخه ډاکټرانو ته لګېدلې ده ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان ځوان ډاکټرانو سازمان وايي چې د کوټې سېول روغتون کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو له کبله يو ډاکټر مړ شوی او د درې نورو روغتيايي حالت نازک دی.

د سازمان مشر ډاکټر عارف موساخېل د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته وويل چې دوه ورځې وړاندې په کانګو وايرس اخته یو ناروغه سېول روغتون ته وروړل شوی وو او د علاج پر مهال يې وایرس ډاکټر شاکرالله ته ولګېد او هغه ورڅخه مړ شو.

د نوموړي په خبره، له دې وروسته په نورو ډاکټرانو کې هم د وايرس علامتونه ښکاره ول او دا مهال په هغه ناروغۍ اخته د درې ډاکټرانو روغتيايي حالت نازک دی چې د علاج لپاره یې د کراچۍ اغا خان هسپتال ته وړي دي.

د بلوچستان د روغتیا نګران وزیر محمد علي جوګيزي د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې د ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې په فاطمه جناح روغتون کې يو قرنطين مرکز جوړ کړی دی.

د صوبې صحت چارواکي وايي چې د کانګو وایرس له وجې سږکال په دې صوبه کې ۱۶ کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې هر کال د کانګو ناروغي ګڼ شمېر خلک وژني. هغه ناروغي د لوی اختر په ورځو کې د څارویو منډیانو د لګېدو سره زیاته وي خو په عادي وختونو کې هم خلکو ته زیانونه اړوي.

د ډاکټرانو په وينا د کانګو وايرس نښو کې سخته تبه، په مري درد، د پوزې بهېدل، د ملا او نورو هډوکو درد شامل دي.

د دې تر څنګ د مخ او سترګو سوروالی، پر بدن د سرو داغونو څرګندېدل هم د کانګو ویروس نښې دي. ډاکټران وایي، کله چې د کانګو ویروس موجود وي، د ناروغ سپينه وینه (پلیټلیټونه) کمېږي، د تبې سره د نارغیو پرضد د وجود مدافع نظام کمزوری کیږي او د انسان د بدن پوزه خوله او غوږونو څخه وینه بهیږي.

XS
SM
MD
LG