د لاسرسي ځای

تازه خبر

ار اېس اېف: له پاکستانه د افغان خبریالانو ویستل د هغوی ژوند په خطر کې اچوي


په اسلام اباد کې مېشتو افغان خبریالانو وخت په وخت مظاهرې هم کړي دي: انځور له ارشیفه
په اسلام اباد کې مېشتو افغان خبریالانو وخت په وخت مظاهرې هم کړي دي: انځور له ارشیفه

د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) وايي، په پاکستان کې د ۲۰۰ څخه زیات افغان خبریالان ژوند کوي او که د بې اسناده افغانانو په بهیر کې دوی هم ولېږل شول نو په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدلی شی.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ویستلو بهیر دوام لري او ګڼې کورنۍ د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

د نومبر پر شپږمه په یو خپور شوي بیان کې ار اېس ایف ویلي، دوی په دغو کې د یو شمېر افغان خبریالانو سره خبرې کړې دي چې په وینا یې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د خبریالانو خلاف د تشدد او د دوی د نیولو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

ار اېس اېف ویلي په زوره د دغو خبریالانو ویستل به یې ژوند له خطر سره مخامخ کړي او دغه عمل یې د نړیوالو قوانیو سرغړونه بللې ده.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان واکمن شول شول. تر هغې وروسته لکونه افغانان پاکستان ته کډه شول چې پکې نږدې ۲۰۰ خبریالان او د رسنیو سره کارکونکي هم دي.

زیات شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي، په دې نظر دي چې د طالبانو د ګواښونو له امله بیرته خپل هېواد ته نه شي ستنیدلی. د دوی په ډله کې یو شمېر پخواني پوځيان، د نړیوالو نظامي بنسټونو همکاران، د بشري حقونو فعالان خبریالان او نور شامل دي.

تر دې وړاندې پاکستان مېشتو افغان خبریالانو د پاکستان له نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ څخه په يو ليک کې غوښتنه کړې وه چې هغوی دې افغانستان ته نه شړل کېږي. د افغان خبریالانو ټولنې هغه لیک د وزیراعظم دفتر ته د استولو پر ځای رسنیو ته استولی وو او ویلي یې وو چې له دې لارې غواړي هغه غږ تر لنډمهاله حکومت پورې ورسوي.

په اسلام اباد کې د جلا وطنه افغان خبریالانو تنظيم مشرانو مشال راډيو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د دوی ژوند ته خطر دی نو ځکه نه شي ستنېدای.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان واکمن شول. تر هغې وروسته لکونه افغانان پاکستان ته کډه شول چې پکې نېږدې ۲۰۰ خبریالان او د رسنیو سره کارکونکي هم دي.

په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو وخت په وخت افغان مظاهرې هم کړې دي چې پکې دوی غوښتنه کوي چې نورو هیوادونو ته یې د ستنولو بهیر چټک شي او پاکستان دې دوی نه ځوروي.

په پاکستان کې لسګونه افغان خبریالان وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې بېلابېلې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ګالي او د نوې هوکړې عملي کېدو ته په تمه دي.

په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان وایي چې بېکارۍ، د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې مشکلات او ګران بیه تمدید یې او په درېیمو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د قضیو بې برخلیکه پاتې کېدل یې ډېر ځوروي.

XS
SM
MD
LG