د لاسرسي ځای

تازه خبر

قلم لار بنسټ وايي د تعلیمي حقونو فعال مطیع الله ویسا خوشې شوی دی


مطیع الله ویسا په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشومانو د زده کړو لپاره هڅې کوي - پخوانی انځور.
مطیع الله ویسا په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشومانو د زده کړو لپاره هڅې کوي - پخوانی انځور.

د افغانستان قلم لار بنسټ د خپل مشر او د تعلیمي حقونو د فعال مطیع الله ویسا د خوشې خبر ورکړی دی.

بنسټ د اکتوبر پر ۲۶مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په بیان کې لیکلي دي چې ویسا د "۲۱۵ ورځو د زندان" تر تېرولو وروسته خوشې شوی دی.

قلم لار بنسټ په خپل بیان کې نور معلومات نه دي ورکړي او د طالبانو حکومت هم لا د ویسا خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د ویسا ورور عطاالله ویسا د اکتوبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې د هغه د خوشې کېدو تصدیق وکړ.

ده وویل، پر ویسا ناسم تورونه پورې شوي ول چې له کبله یې هغه ونیول شو او عدالت د هم هغو "غلطو ادعاوو له مخې" هغه ته د "اووه میاشتني" بند سزا اورولې وه.

طالبانو د تعليم لپاره کارکوونکی او د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا د مارچ پر ۲۷مه په کابل کې ونيوه، د هغه کور یې وپلټه او وروڼه یې هم له ځان سره بوتلل خو هغوی یې وروسته خوشې کړل البته ویسا یې بندي ساتلی وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ویسا تر نیولو وروسته رسنيو ته ويلي ول چې د طالبانو استخباراتو معلومات لرل چې هغه له ځينو "مشکوکو خلکو سره اړيکې" لرلې.

نوموړي هغه مهال زیاته کړې وه چې له مطیع الله ویسا څخه تحقیقات روان دي خو په دې اړه یې نور معلومات نه ول ورکړي.

خو د ویسا همکاران او کورنۍ یې وايي، هغه هېڅ ډول سیاسي او خپلسري فعالیتونه نه درلودل او یوازې یې د زده‌ کړو په برخه کې فعالیت کاوه.

د نړۍ لسګونه مدني فعالانو، بشرپالانو او د حقونو مدافع سازمانونو د ویسا د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

د اګست پر ۲۲مه شاوخوا ۹۰ فعالانو او بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو له مشر انتونیو ګوتېرېش، د سیمې او نړۍ د یوشمېر هېوادونو له مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان لپاره د امریکا، اروپا او یوشمېر نورو هېوادونو او ادارو له ځانګړو استازو څخه غوښتي ول چې د ویسا د خلاصون په برخه کې هڅې وکړي.

په لیک کې راغلي ول چې ویسا د نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره په ډېره سوله ییزه توګه فعالیت او کیمپېن کاوه خو طالبانو په زندان کې اچولی دی.

ويسا: که د نجونو يو ښوونځی هم تړلی وي، موږ به غږ پورته کوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:41 0:00

تر دې مخکې د اګست په نیمايي کې د امریکايي فلمونو نومیالۍ ستورې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) پخوانۍ ځانګړې استازې اینجېلینا جولي هم د طالبانو له حکومته غوښتي ول چې مطیع الله ویسا دې خوشې کړي.

جولي د ویسا په نوم په یو لیک کې چې یو نقل یې مشال راډیو ته هم رسېدلی وو، ویلي ول چې د ویسا د خلاصون او د نجونو پر زده کړو د ټولو بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي او خپل غږ پورته کوي چې نوموړی او نور فعالان خپل مهم کار ته د دوام ورکولو جوګه شي.

له دې پرته نورو مدني فعالانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) او یوشمېر سازمانونو هم د ویسا د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د جون په پای کې له طالبانو غوښتي ول چې هغه دې ژرترژره خوشې کړي.

د سازمان د جنوبي اسیا څانګې هغه مهال ویلي ول چې د مطیع الله ویسا ګرفتاري او بندي کول د نړیوالو انساني حقونو، د بیان ازادۍ او د سوله ییزو غونډو د حقونو څرګنده سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG