د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب چارواکي: پاکستان کې ۴ افغانان تر ګرفتارۍ وروسته مړه شوي دي


په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په بیان کې د افغانانو پر نیولو اندېښنه ښوولې ده.
په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په بیان کې د افغانانو پر نیولو اندېښنه ښوولې ده.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي چې په پاکستان کې لږترلږه څلور افغانان تر ګرفتارۍ وروسته مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغانانو نیول روان دي او وفاقي حکومت د قانوني اسنادو نه لرونکو ته د نومبر تر لومړۍ پورې د هېواد پرېښودو امر کړی دی.

په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اکتوبر پر درېیمه په بیان کې د افغانانو پر نیولو، ځورونو او د ورکېدو پر پېښو خپګان ښوولی دی.

په بیان کې راغلي دي چې په وروستیو ورځو کې لږترلږه څلور افغانان تر ګرفتارۍ وروسته په زندان یا په روغتون کې مړه شوي دي.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې د هغو افغانانو د مړینې لامل څه وو خو په تېرو وختونو کې د سیند په زندانونو کې هم ځینې ناروغه افغانان مړه شوي دي.

سفارت زیاتوي، په تېرو دوو اوونیو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱،۰۰۰ افغانان نیول شوي دي، چې ورڅخه یې ۴۸۵ کسانو قانوني اسناد هم لرل.

په اسلام اباد کې یو افغان کډوال ظاهر هم له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په هغه ښار کې تقریباً هره ورځ افغان کډوال نیول کېږي.

دی وايي، پولیس "کور په کور له خلکو پوښتنې کوي او نیسي یې، دوی نه پوښتنه کوي چې اسناد لري که نه؟"

خو د پاکستان چارواکي وايي چې یوازې هغه افغانان نیسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان لنډمهالي حکومت لا د طالبانو د سفارت د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

پر افغان کډوالو دا فشارونه داسې وخت زیات شوي، چې په پاکستان کې د ناامنیو پېښې هم زیاتې شوي او پاکستاني چارواکي وخت په وخت په هغو پېښو کې افغان وګړي په ککړتیا تورنوي. خو خپلواکه سرچینې هغه تور نه تاییدوي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېیمه تور پورې کړ چې په پاکستان کې د روان کال له پیله د ۲۴ ځانمرګو بریدونو له جملې څخه یې په ۱۴ حملو کې افغانانو لاس درلود. نوموړي البته د خپلې ادعا د اثبات لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د کراچۍ پولیسو په سېپټېمبر کې په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۹۰۰ کسان یې ونیول.

د دې ترڅنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفي د اکتوبر پر درېيمه مشال راډيو ته ویلي ول چې دوه ورځې مخکې د اسلام اباد پولیسو له هغه ښاره ۸۰۰ افغان کډوال نيولي ول. د هغه په وينا، پولیسو وروسته ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر کې ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG