د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييل پر غزې تړانګې بريدونو ته دوام ورکړی


د اسراييل تر بمبارۍ وروسته له ودانیو څخه لوخړې خېږي.
د اسراييل تر بمبارۍ وروسته له ودانیو څخه لوخړې خېږي.

اسرایل د اکتوبر پر نهمه پر غزې تړانګې بمبارۍ لا زیاتې کړې دي.

دا تر هغې وروسته ده چې اسرایل د حماس ډلې د پوځي او حکومتي وړتیاوو له منځه وړلو لپاره جګړه اعلان کړه. اسرایلي ځواکونه د هیواد له جنوبي سیمو څخه د حماس وسلوالو اېستلو لپاره په جګړه بوخت دي.

رپورټونه وايي چې د اسرایل غاړې ته لږترلږه ۷۰۰ کسان وژل شوي او دا دومره شمېره دی چې په لسیزو کې یې ساری نه شته. بل پلو په غزه کې هم تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. فلسطیني وسلوالو دعوه کړې چې ۱۳۰ اسرایلیان یې يرغمل نیولي دي.

د اکتوبر پر اوومه د غزې له تړانګې څخه د حماس برید د اسراییلو په تېر ۵۰ کلن تاریخ کې تر ټولو خونړی هغه بلل کېږي.

هغه برید په داسې حال کې شوی چې په اسراییلو کې د سمچات تورات یهودي جشن روان دی چې پکې په ۱۹۷۳ز کال کې د عربو او اسرایيلو ترمینځ د جګړې یاد تازه کېږي.

حماس په بیان کې ویلي ول چې د "الاقصا سېلاب" په نوم د عملیاتو پر مهال یې پر اسراییلو تر ۵،۰۰۰ زیات راکټ توغولي دي.

اسرايلي وګړي خپلو کورونو ته د رسېدلي زیانونو جاج اخلي.
اسرايلي وګړي خپلو کورونو ته د رسېدلي زیانونو جاج اخلي.

غبرګونونه

په عین وخت کې امریکا پر اسراییلو د حماس "ترهګره حمله" غندلې ده او ویلي یې ول چې "په غوڅ ډول" د اسراییلو له ولس او پوځ سره درېږي.

د امریکا د دفاع وزارت د اکتوبر پر اوومه په بیان کې ویلي ول چې د دفاع وزیر لایډ اسټن له خپل اسراییلي سیال یواف ګلانت سره په ټېلېفوني خبرو کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره خواخوږي وښوده.

بیان زیاتوي چې نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسراییل د "ترهګرو کړنو" پر وړاندې د خپلې دفاع حق لري.

د برتانیې، فرانسې، هسپانیې، جرمني او ځینو نورو هېوادونو حکومتونو هم په خپلو اعلامیو کې ټینګار کړی وو چې اسراییل د بریدونو پر وړاندې د خپلې دفاع حق لري.

هسپانیا او فرانسې پر اسراییلو د حماس ناڅاپي برید غندلی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې له اسراییلو او د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره یې خواخوږي ښوولې ده.

اخوا د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اکتوبر پر اوومه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې "په منځني ختیځ کې پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي" د خپګان څرګندونه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه په بیان کې د فلسطیني ولس "مقاومت" د هغوی "مشروع حق" بللی وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه د فلسطین د خلکو مقاومت د هغوی مشروع حق بللی دی.

سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او روسیې له دواړو خواوو څخه د زغم غوښتنه کړې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر حماس او اسراییلو د سمدستي اوربند او سولې غږ کړی دی.

اېسنا خبري اژانس د ایران د ستر مذهبي مشر د یوه لوړپوړي سلاکار له خولې ویلي ول چې تهران د حماس د "ویاړلو عملیاتو ملاتړ" کوي. د ایران د پارلېمان غړو هم د اکتوبر پر اوومه په غونډه کې د اسراییلو او امریکا ضد شعارونه ورکړل.

فلسطینۍ حماس ډلې دا ناڅاپي حملې داسې مهال وکړې، چې اسراییلیان د خپل مذهبي جشن سیمچات تورات د لمانځلو په حال کې وو.

د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اکتوبر پر اوومه په ټېلېوېژني وینا کې اعلان وکړ چې هېواد یې د "جګړې په حالت" کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG