عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په شمالي وزیرستان کې د سکولونو زده کونکې وايي چې له عملیاتو پس د دوی په زده کړو کې ښکاره بدلون راغلی دی، او ډېری سکولونه فعاله شوي دي.
شمالي وزیرستان مشران او ځوانان وايي چې ګورنر خیبر پښتونخوا او د رزمک کېډیټ کالج کاري ډلې د ځايي زده کونکیو داخلولو لپاره ټاکلې کوټه له ۲۰ فیصده څخه ۵۰ یا ۷۰ فیصدو ته پورته کړې وه خو عملي نه شوه.
د یکشنبي په ورځ د بنو په ډومېل کې پښتونخوا ولسي تحریک او جنوبي اضلاعو مشرانو اتحاديې په شریکه د خپلو شتمنیو او ستونزو او د هغې د حل او لاس ته راوړنې په لړ کې درنه جرګه کړې چې پکې وزیرو، خټکو، مروتو او بنوڅیو مشرانو ګډون کړی وو.
انتظامي چارواکي وايي ځواکونو ګزمه کوله چې د سيدګۍ منډۍ سره نږدې يې پر ګاډي د سړک غاړې ښخ بم و چاوديد.
د نیم قبایلي سیمو ایف ار بنو مشرانو نن (جمعې ورځ) په یوه جرګه کې له پاکستاني دولته غوښتنه کړې چې د قبایلي سیمو راتلونکې په اړه دې له قبایلو پوښتنه وکړل شي او که دولت په ریښتیا هم د دوی راتلونکې ټاکښېنو بېله صوبه دې ورکړي چې پر خپلو وسایلو خپل اختیار ولري.
ځايي ولس وايي نه یوازي عليخېل یا شنه خوړه ان پر دته خیل سړک پرتې سیمې لکه بویه، دېګان، همځونۍ، محمدخېل او دته خېلو پورو مېشت ولسونه ښکېل دي او تر ستونزو لاندې تېرېږي.
د شمالي وزیرستان انتظامي او پوځي چارواکي وايي چې په میرامشاه کښې د امنیتي ځواکونو پر یوه ګاډي وسله وال برید کي دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
پولیټیکل چارواکي وايي په جنوبي وزیرستان کې هم د کډوالو تر ستنېدو وروسته د ماینونو خوا اوشا ۴۰ چاودنې شوې چې پکې تر ۷۰ پورې کسان وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.
د مشال راډيو خبریال د ځايي چارواکیو له خولې وايي چې د پېښې څلور تنه سخت ژوبل یې د بنو سرکاري روغتون ته لېږدولي دي او نور یې د میرامشاه روغتون ته وړي دي.
په شمالي وزیرستان کې د یتیمانو په ښوونځي کې شاوخوا ۱۰۰ ماشومان دي چې ورته وړیا زده کړې او د اوسېدو ځای ورکړل شوی دی. د دې ماشومانو د خوراک څښاک او زده کړو لګښتونه د پاکستان بیت المال ورکوي. راځئ چې په میرلي کې مو دې سکول ته بوځو.
د شمالي وزیرستان میرلي بازار سوداګر وايي چې په ضرب عضب عملیاتو کې ټول میرلي بازار ړنګ کړل شوی وو او لاهم لکه یو هوار ډګر پروت دی.
د بنو د ډومېل د کرکټ اتلولي د یکشنبې (اتوار) پر ورځ پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د سیمې ۶۲ لوبډلو برخه واخیسته او دا اتلولي درې نیمې میاشتې روانه وه. د یکشنبې پر ورځ پایلوبې ته زرګونه خلک ورغلي ول. دوی ویل، له ټولو سیالیو یې خوند اخیستی. البته اخري سیالي چا وګټله؟ دا په ویډیو کې معلومه کړئ.
د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د شمالي وزیرستان په مرکز مېرانشا کې د یوې غونډې پر مهال خلکو ته د رایو د استعمال په اړه معلومات ورکړل. په دغه غونډه کې د سیمې د سرکاري سکولونو ښوونکیو، د سیمې مشرانو او نورو ولسي وګړو هم ګډون وکړ.
' او س هم ډېری استادان چې ملکانان هم دي، او په سیاسی کارونو کې مشغوله دي، ښوونځيو ته نه راځي او د ماشومانو له راتلونکې سره لوبې کوي.'
د شمالي وزیرستان په لیرې پرتو غرنیو سیمو کې مېشت خلک وايي چې د کورنۍ ښځې یې قامي شناختي کارډونه نه لري، چي له کبله یې نه یوازې له سیمې بهر تګ راتګ وتلای شي نو یې پر امنیتي پوستو بې له شناختي کارډه پرېږدي.
د شمالي وزیرستان لیرې پرتو سیمو، تحصیل رزمک او ګړیوام اوسیدونکي وايي په ټوله سیمه کې یې نجونو لپاره نه هېڅ یو ښونځی هم نه شته. دوي وايي چې تحصیل ګړیوام کې هېڅ یوې نجلۍ د سکول مخ نه دی لیدلی.
پاکستاني چارواکي وايي چې د یکشنبې په غرمه د بنو په جاني خېل سړک د امنیتي سرتېرو پر قافله د سړک غاړې بم چاودلی چې پکې درې سرتېري او څلور عام ولسي وګړی ژوبل شوي دي. چارواکي وایي بم په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و چې له لرې واټن نه د ریموټ په مټ چول شوی دی.
دوی وايي نیمايي خلک خپلو سیمو ته تانه شوي دي او نیمايي ایسار دي، چې په نن سبا کې ورباندې میاشتي کالونه اوړي، خو سیمه ته يې د ستنېدو ارمان نه پوره کېږي.
د بنو ازادې منډۍ سوداګر ګیله من دي چې یو پلو د پولې پورې شوکول شوو زڼغوزیو لپاره حکومت لاره نه ورکوي چي خپل مالونه مارکیټ ته راوړي او بل پلو د جنوبی وزیرستان پر لاره يې چې کوم زڼغوزي راوړل نو په هغه کې هم خنډونه ورته جوړوي.
انتظامیې ورته د سېپټېمبر ۲۸مه نېټه ټاکلې وه چې خپلو کورونو ته به یې ستانه کړي نو دوی په غلام خان کې فارمونه هم جمع کړل، خپله نوملیکنه یې هم وکړه، البته هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.
نور وښیئ