بنو - په شمالي وزيرستان کې د ماين چاودنې د پاکستان درې امنيتي سرتېري وژلي دي.
انتظامي چارواکي وايي، ځواکونو د يکشنبې (اتوار) پر سهار په غلام خان تحصيل کې ګزمه کوله چې له سيدګۍ منډیۍ سره نېږدې يې پر ګاډي د سړک غاړې ښخ بم وچاودېد.
د دوی په وينا، په چاودنه کې درې عسکر ووژل شول او ګاډي ته يې هم ((سخت زيان)) ورسېد.
تر پېښې وروسته امنيتي ځواکونو، بازار او د تګ راتګ لارې تړلې او د لټون عمليات يې پیل کړي دي.
تحریک طالبان پاکستان حکیم الله مسود ډلې د حملې ذمه واري منلې.
د ډېسېمبر پر ۱۱مه نېټه هم د شمالي وزيرستان په همزوڼي سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر ګاډي په شويو ډزو کې دوه عسکر وژل شوي ول.
تر هغه بريد وروسته ځواکونو د لټون عمليات کړي ول چې وروسته يې پرضد ځايي خلکو احتجاج وکړ.
د همزوڼي د بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.