د لاسرسي ځای

تازه خبر

سید عالم مسود: د پښتنو پر شتمنیو خپل حاکمیت غواړو


د یکشنبي په ورځ د بنو په ډومېل کې پښتونخوا ولسي تحریک او جنوبي اضلاعو مشرانو اتحاديې په شریکه د خپلو شتمنیو او ستونزو او د هغې د حل او لاس ته راوړنې په لړ کې درنه جرګه کړې چې پکې وزیرو، خټکو، مروتو او بنوڅیو مشرانو ګډون کړی وو.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود پر دې مهال غونډې په خيله وینا کې وویل چې دلته د راټولېدو موخه یې پر خپلو وسایلو خپل اختیار ترلاسه کول دي.

''دپښتنو مسایل او وسایل څه دي او د هغې حل څه دئ؟ د دې لپاره راغونډ شوي یو، راتلونکې تحقیق په تېل او ګېس دی، دا به کور کور ته رسوو، ځکه چې شکردره، کوهاټ، کرک او هنګو د دغه وسایلو لویه ذخیره ده. پښتانه پاکستان ته ۷۰ فیصده اوبه ورکوي، او پښتنو ته څلور فیصده اوبه ورکول کېږي. کوهات نه تر درازندې ټوله سیمه شاړه ده او موږ حق لرو چې له اباسینه درې نهرونه راوباسو، وفاق له کرکه یورینیم وړي او موږ خلک تش په کېنسر ناروغي اخته دي او درملنه يې هم نه کېږي، نو موږ په خپلو وسایلو خپل حق ترلاسه کول غواړو.''

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود

نوموړي زیاته کړه چي دواړه تنظیمونه به په شریکه په خلکو کښې د خپلو وسایلو په اړه پوهه خوروي، او منظم تحریک به شورو کوي.

''پښتونخوا ولسي تحریک او جنوبي اضلاع مشرانو اتحاد غبرګولي وروڼه دي او په ګډه به مبارزه کوي. لومړی به خپلځانونه پوهه کوي او بیا به ولس پوهوي.چې زموږ وسایل څه دي، اوبه، یورینیم، کاپر، کرومایټ، تېل، ګېس او داسې نور، او بیا دغه وسایلو باندې خپل واک ترلاسه کول، تمه لرو چې یو د پوهې تحریک به شورو کوو.''

د جنوبي اضلاع تحریک چېرمېن ملک فرید اعظم خان وايي چې سیمې یې له قدرتي شتمنیو ډکې دي خو دوی ته پکې خپل حق نه دی ورکړل شوي.

''د قامونو په منځ کې اتحاد او اتفاق وو، چې خپلو حقونو لپاره یو شو، چونکې زموږ سیمې لا قدرتي وسایلو ډکې دي، خو مونږ ته حق نه دی راکړل شوی، هر ډول وسایل لارو نو د دې خپل واک هم غواړو.''

په دې موقعه پښتونخوا ولسي تحریک او جنوبي اضلاع مشرانو اتحاديې دا پرېکړه وکړه چې په خپلو وسایلو د حاکمیت او ملکیت ترلاسه کولو لپاره به په شریکه هڅې او مبارزه کوي او د مشرانو ترڅنګ، ځوانان او مختلیف سیاسي او مدني فعالان به له ځان سره مله کوي.

XS
SM
MD
LG