د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رزمک په ګړیوام کې نجونو د سکول مخ نه دی لیدلی


د شمالي وزیرستان لیرې پرتو سیمو، تحصیل رزمک او ګړیوام اوسیدونکي وايي په ټوله سیمه کې یې نجونو لپاره نه هېڅ یو ښونځی هم نه شته. دوي وايي چې تحصیل ګړیوام کې هېڅ یوې نجلۍ د سکول مخ نه دی لیدلی.

د ګړیوام اوسیدونکی ګل اعظم خان وايي چې تحصیل رزمک او ګړیوام کښې د انجونو پرایمري سکول هم نه شته.

''له یوه لوی سکول پرته چې هغه هم د نرینه وو دي،زموږ په سیمه کې د نجونو د زدکړو سهولت نه شته، چې په غرونو او لګډو کې آباد زموږ دغه خلک نه شي کولی چې په خپلو نجونو زدکړې وکړي، ځکه چې دغلته سهولتونه نه شته او ځکه د خلکو په طرف پام هم نه وو، خو نن موږ غواړو چې په خپلو ماشومانو او نجونو تعلیم وکړو، خو که دولت زموږ دې مشکل ته پام وکړي.''

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی حبیب الله وايي، دوی غواړي چې په خپلو نجونو څه نه څه زدکړې وکړي، خو د نجونو د سکول نشوالي په وجه یې خویندې او لوڼه بې تعلیمه دي. رزمک د وزیرستان یوه کښلې سیمه ده، دلته یو کېډیت کالجهم وو او نور دغلته هېڅ سهولتونه نه شته، دولت باید دوی ته تعلیمي ادارې جوړې کړي.

د شمالي وزیرستان تعلیم څانګې راپور ترمخه په سیمه کې لوی او واړه یانې له پرایمري تر کالجه پورې ټولې ۹۵۱ تعلیمي ادارې دي، خو د سیمي د خلکو په وینا په لیرو پرتو سیمو کې اکثره تعلیمي اداري غېر فعاله دي.

دوی وايي که څه هم میرامشاه او میرلي کې دولت تر ضرورتزیات سکولونه جوړ کړي خو په لیرې پرتو سیمو کې بیا هېڅ یو ښوونځی هم نه شته چې نجونه پکې زده کړې وکړي.

XS
SM
MD
LG