د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د وزیرستان ډېری سکولونه اوس فعاله دي'


په شمالي وزیرستان کې د سکولونو زده کونکې وايي چې له عملیاتو پس د دوی په زده کړو کې ښکاره بدلون راغلی دی، او ډېری سکولونه فعاله شوي دي.

زدکونکې وايي تر عملیاتو وړاندې تر کلونو پورې خلک په تیاره او بد امني کې ول، چې د تعلیم سره سره د ژوند ټولې برخې دغه بدامني متاثره کړې وې، خو له عملیاتو پس او خلک د تعلیم له اهمیته خبر شوي او هر څوک غواړي چې زده کړي وکړي، او د دوی په وینا انتظامي، پوځ او تعلیم څانګي هم د سکولونو په فعالیت زیاته توجه ورکړې ده.

دغلته د سرکاري سکول یو استاد عطاوالله جان وايي پخوا بدامنۍ دوی ډېر متاثره کړي ول، او نن له عملیاتو پس حالات سم شوي، چې د زده کونکیو اوس له زده کړو سره مینه زیاته شوي او له اهمیته يي خبر دي. نوموړي وايي اوس انتظامیه او تعلیم څانګي مشرانو هم د سکولونو دورې شورو کړي، چې د کلونو غیر حاضر استادان يې سکولونو ته حاضر کړل.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدی وايي چې د عملیاتو پس چې خلک واپس راغلل نو اول دوی د سکولونو فعالیت باندې توجه مرکوزه کړه او د استادانو سکول ته بوتلل یو مهم يې پیل کړ، او ډېر غیر حاضر استادان یې له دندو هم لیرې کړل او نن ډېری سکولونه فعال شوي، کوم چې به د حجرو په توګه کارول کېدل.

زده کونکي وايي کله چې دوی په کډوالۍ کې د بندوبستۍ سیمو زده کونکي ولیدل نو د زده کړو له اهمیته خبر شول، او اوس نارینه او ښځینه د زده کړو پر لور مایل شوي، او له دولته یې غوښتنې کړي، چې د تعلیم اسانتیاوې د دوی په لیرېو پرتو سیمو کې برابرې کړې. دوی وايي چې اوس پهمیرامشاه کې د زده کړو لویه اداره میرامشاه کالج چې لا هم تړلی پروت دی باید د زده کونکیو پرمخ پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG