د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مېرانشا کې د رایه ورکونې د اهمیت په اړه غونډه وشوه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

شمالي وزیرستان ـ د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د شمالي وزیرستان په مرکز مېرانشا کې د یوې غونډې پر مهال خلکو ته د رایو د استعمال په اړه معلومات ورکړل. په دغه غونډه کې د سیمې د سرکاري سکولونو ښوونکیو، د سیمې مشرانو او نورو ولسي وګړو هم ګډون وکړ.

د الېکشن کمېشن چارواکي وايي دوی په لرې پرتو قبایلي سیمو کې دا ډول غونډې په دې موخه ترسره کوي چې خلک د ووټ ورکولو له حق څخه خبر شي او که شناختي کارتونه یې نه وي جوړ کړي نو چې جوړ یې کړي، چې په دې توګه د هغوی د ووټونو اندارج پر وخت وشي.

دغلته زیات شمېر خلک شناختي کارتونه نه لري چې له وجې یې دوی ووټ نشي استعمالولی.
عبدالله زار

د اېجنسۍ الېکشن کمېشنر عبدالله زار په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

(( خلکو ته خبرداری ورکول غواړو چې د دوی ووټ ډېر طاقت لري او دوی دې خامخا خپل حق اداکړي. موږ خلکو ته وایو چې د خپلې کورنۍ غړي په ځانګړي ډول مېرمنې دې هم د ووټ پر اهمیت خبرې کړي. دغلته زیات شمېر خلک شناختي کارتونه نه لري چې له وجې یې دوی ووټ نشي استعمالولی نو خلکو له پکار دي چې پر وخت شناختي کارتونه تر لاسه کړي.))

که د نادرا ګرځنده ټیمونه دلته قبایلي سیمو ته راشي، ټولې مېرمنې به شناختي کارتونه واخلي.
حاجي محمد، د شمالي وزیرستان یو اوسیدونکی

عبدالله زار وايي په شمالي وزیرستان کې د مېرمنو شمېر په لکونو دی، خو په تېرو انتخاباتو کې یواځې ۱۷ زره مېرمنو د رایو ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي وو. خو پوښتنه دا ده چې قبایلیان ولې د مېرمنو ووټونه نه درج کوي. د دې پوښتنې په ځواب کې د شمالي وزیرستان یو ځايي اوسیدونکی حاجي محمد وايي.

((شناختي کارتونه په بنو کې جوړېږي. اوس د ګړیوم او داتاخېلو مېرمنې به د شناختي کارتونو د جوړولو لپاره څنګه دومره سفر کوي؟ او چې مېرمنې شناختي کارتونه ونه لري نو خپلې رایې هم نه شي استعمالولی. که د نادرا ګرځنده ټیمونه دلته قبایلي سیمو ته راشي، ټولې مېرمنې به شناختي کارتونه واخلي او د ووټ ورکولو لپاره به خپل نومونه هم راجستر کړي.))

د سیمې وتلی لیکوال محب وزیر وايي یواځې مېرمنې نه بلکې ډېری سړي هم شناختي کارتونه نه لري او وجه یې دده په وینا دا ده چې د شناختي کارتونو د جوړولو پروسه ډېره پېچلې او سخته ده. د نوموړي په وینا قبایلیان د ووټ پر اهمیت ښه خبر دی او غواړي هم چې خپلې رایې استعمال کړي، خو حکومت له پکار دي چې دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې لا هم د نادرا دفتر نشته، حکومتي چارواکي وايي په میرانشا، میرعلي او زرمک کې یې د دفترونو لپاره ځایونه ټاکلي خو نادرا لا هم د دغو دفترونو د پرانیستلو لپاره څه ډول ګامونه نه دي اخېستي.

XS
SM
MD
LG