د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وزیرستان کې ډېری استادان د ښوونې پرځای جرګې مرکې کوي'


د شمالي وزیرستان ولس وايي چې د عملیاتو وروستو انتظاميې، پوځ او د تعلیم څانګې په سیمه کې د معیاری تعلیم ورکولو او په سکولونو کې د استادانو حاضرۍ یقیني کولو لپاره کوم ګامونه پورته کړي د هغې له کبله څه نه څه بدلون راغلی خو اوس هم ډېری استادان داسې دي چې د سياسي اثر لرلو له کبله ماشومانو ته د ښوونې پرځای په جرګو مرکو او سياسي کارونو کې ليدل کېږي. خو بيا هم د دوی پرضد هېڅ کاروايي نه کېږي. او د شمالي وزیرستان تعلیم څانګي مشران په دي پاتې راغلي دي.

او س هم ډېری استادان چې ملکانان هم دي، او په سیاسی کارونو کې ښکېل دي، ښوونځيو ته نه راځي او د ماشومانو له راتلونکې سره لوبې کوي.

د يادې سيمې يو اوسېدونکی او مدني فعال مامور جان داوړ وايي چې د عملياتو وروستو ميرامشاه میرلي او له سړک-غاړو سره نزدې ښوونځيو کې استادان حاضر شوي خو په لیرېو پرتو سيمو کې لا هم استادان په نظر نه راځي، په خصوصي توګه هغه استادان چې سياسي اثر يا زور لري، خپل کار نه کوي او له دوی یه څوک پوښتنه هم نه شي کولی.

د نوموړي په وينا چې او س هم ډېری استادان چې ملکانان هم دي، او په سیاسی کارونو کې ښکېل دي، ښوونځيو ته نه راځي او د ماشومانو له راتلونکې سره لوبې کوي. دغه استادان چې حرامه تنخاه اخلي نو دوی به لا څه جرګې مرکې وکړي او يا به څه سياسي ګټې راوړي؟

" کله چي مو د تعلیم څانګې له مشرانو وپوښتل نو دوی وايي چې موږ د داسې استادانو پرضد د کاروايۍ کولو وس نه لرو ځکه چې ورته سياسي زور لرونکیو ملاتړ ترلاسه دی. بايد اعلا چارواکي د دوی پلټنې وکړي او نور له ماشومانو سره روان ظلم بند کړل شي."

شمالي وزیرستان ته ستانه شوي زده کوونکي تعلیم غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

د ميرلي يو اوسېدونکی عبدالمجيد داوړ وايي چې د خېبر پښتونخوا حکومت د استادانو حاضرولو لپاره کومه حکمنامه جاري کړې هغه پر فاټا هم عملي کول پکار دي او يا دې پوځ پر دوی زور راوړي چې د دغه استادانو پرضد ګامونه واخلي.

عبدالمجيد داوړ زياتوي چې په دوو لارو دا ستونزه هوارېدلی شي، د کېنټ يا پوځي سيمو کې د تعليمي ادارو کوم نظام دی هغه دې په وزيرستان کې هم عملي شي.

"د افسوس خبره دا ده چې يو استاد په خپله سکول ته نه ځي او په درې يا څلور زره روپۍ يې پر خپلځای بل استاد نيولی وي او دا د ماشومانو پر راتلونکې پورې ملنډې وهل دي."

د دې ستونزې په اړه د شمالي وزيرستان د تعليم څانګې چارواکي وايي چې په ياده سيمه کې تر عملياتو وروستو د سکولو په فعالولو زور ورکړی او ټول استادان يې په ښوونځيو کې حاضر کړي يواځې هلته نه شته چرته چې د خلکو واپسي لا نه ده شوې.

د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې د راپور ترمخه په دغه سيمه کې ټولې۹۳۵ تعليمي ادارې دي چې پکې دوه کالجونه، يو د نجونو کالج، يو ايلمنټري کالج او نور ټول د لومړيو زده کړو ښوونځي (پرايمري سکول)، منځنۍ زده کړو تعليمي ادارې (مډل سکول) او د لوړو زده کړو ښوونځي (های سکول) شامل دي چې پکې د استادانو شمېره ۲۹۹۶ ده.

د يادې سيمې خلک دا هم وايي چې دغلته د ښوونځيو هېڅ کمی نه شته خو په لیرې پرتو سيمو کې لا هم ډېر سکولونه د حجرو لپاره کارول کېږي او استادان هم سروکال د سکول مخ نه ويني، اعلا چارواکي یې باید پرضد کلک ګامونه واخلي چې داسې د ماشومانو راتلونکې خوندي کړل شي.

XS
SM
MD
LG