د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرعلي: د سرک غاړې بمي چاودنه کې ۸ سرتیري ژوبل شوي


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

میرعلي ـ د شمالي وزیرستان چارواکو د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د سرک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې اته امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې د میرعلی بای پاس سره په خوا کې د امنیتي سرتېرو قافله روانه وه چې په ښخ شوي ماین وربرابره شوه او د چاودنې په ترڅ کې د شوال رایفل د ۱۹۴ وینګ سرتیري ژوبل شول. دوی وايي دغه قافله له زرمکه بنو ته په لاره وه.

چارواکي دا هم وايي چې ټول ژوبل شوي سرتیري د بنو روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي، او د روغتیايي وضعیت په اړه یې دوی دم ګړۍ ته معلومات نه لري.

د پاکستان پوځ او ملکي حکومت په وار وار ویلي چې د ضرب عضب عملیاتو نه پس د شمالي وزیرستان امنیت پر ځای شوی او واک د حومت په لاس کې دی، خو د دې باوجود هم له سیمې نه د چاودنو او مرګ ژوبلو خبرونه رارسیږي.

جنګونو له شمالي وزیرستانه لکونه خلک بې کوره کړي هم دي چې لا هم ترې په زرګونو تعداد کې تر اوسه خپلو مېنو ته ستانه شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG