د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیو دوکاندارانو ته د تاوانونو ازالې ډاډ ورکړل شو


پاکستانیو پوځي چارواکیو اسلام اباد ته په احتجاج راوتیو د شمالي وزیرستان دوکاندارانو یوه پلاوي ته باور ورکړی چې د ټولو تاوانونو ازاله به یې کوي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکیو مشال راډیو ته ویلي چې په اتوار د ډي جي ای اېس پي آر ویاند اصف غفور په موجودګۍ کې په میرام شاه کې د یوې غونډې پرمهال د میرامشاه، میرلي او دته خېلو بازارونو لپاره کمېټۍ جوړې شوې چې د پولیټیکل چارواکیو تر څارنې لاندې به یې د ورسېدلیو تاوانونو حساب اخېستل کېږي.

د غونډې ګډونوال مولوي مصباح الله په دې اړه مشال راډیو ته وویل، پوځي چارواکیو ور ته ویلي چې نه یوازې د دوکاندارانو تاوانونه ورکول کېږي بلکې اوس په شمالي وزیرستان کې امن پرځای شوی دی نو د عملیاتو اړتیا نه شته او پوځ به نور د سیمې په پرمختګ او د کډوالو په خپلو سیمو کې د ابادولو په چارو کې لاس وړي.

د چارواکو په خبره، د دېګان بازار تاوانونو د حساب لپاره لا تراوسه کمیټي نه ده جوړه شوې. د میرام شاه، میرلي، دته خېلو او دېګان بازارونو دوکاندارانو بیا بیا احتجاجونه کړي چې شاوخوا شل زره دوکانونه یې د پوځي عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوي دي او د اربونو روپیو تاوانونه یې شوي دي.

اسلام اباد: د وزیرستان ړنګ کړل شویو مارکېټونو مالکان انصاف غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پرېس کلب مخې ته څو ورځې وړاندې د وزیرستانیو دوکاندارانو د پرلت پرمهال له دولت سره تر مذاکراتو وروسته د ډي جي ای اېس پي آر ویاند اصف غفور تېره ورځ له دوی سره په میرام شاه کې ولیدل او د تاوانونو پرېکولو ډاډ یې ورکړ.

XS
SM
MD
LG