د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې چاودنې درې ماشومان سخت ژوبل کړي


په شمالي وزیرستان کې بېګاه ماښام د یوه ماین چاودلو درې ماشومان سخت ژوبل کړي دي. ځايي چارواکیو د اتوار په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل، پېښه د میرامشاه د درپه خېلو سیمې له امین چوکۍ (چېک پوسټ) سره نېزدې شوې چې پکې له لسو کلونو کم عمره دوه

هلکان او یوه نجلۍ سخت ژوبل شوي او د بنو پوځي هسپتال ته رسول شوي دي.

همدا اوس څو ورځې مخکې د دسمبر پر پنځمه نېټه د شمالي وزیرستان په میرلي تحصیل کې د میرامشاه پر لویه لار له خدۍ سیمې سره یوې چاودنې شپږ تنه وژلي او د درېو امنیتي سرتېرو په ګډون لس تنه نور ژوبل دي. ځینې سرچینې په خپلو راپورونو کې وايي چې چاودنه په یوه موټر سایکل کې له اېښودل شویو باروت شوې ده خو ځینې یې بیا د سړکغاړې ښخ شوی ماین ښيي.

په شمالي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم ماین چاودنې شوي چې یوه چاودنه یې تیره میاشت په ډنډي درپه خېل کې هغه وخت وشوه چې له کډوالۍ ستنې شوې یوې کورنۍ خپل کور پاکولو. په هغه پېښه کې هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

داراز پولیټیکل چارواکي وايي په جنوبي وزیرستان کې هم د کډوالو تر ستنېدو وروسته د ماینونو خوا اوشا ۴۰ چاودنې شوې چې پکې تر ۷۰ پورې کسان وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.

د وزیرستان ولس بیا بیا له پاکستاني سرکاره غوښتنه کړې چې سیمه د له ښخ کړل شویو ماینونو پاک کړي چې د مرګ ژوبلو مخه ونیسي. خو تر اوسه په سیمه کې د ماینونو پاکولو څرګند بهیر نه ترسترګو کېږي.

اړوند راپورونه

په میرلي کې چادونې شپږ ولسي وګړي وژلي، لس ژوبل

وزیرستان برید: درې پاکستاني عسکر وژل شوي اووه ژوبل

XS
SM
MD
LG