سوداګر وايي، دوی زښته ډېر مالي تاوانونه ګاللي دي او لا یې هم ګالي. دوی وايي، پر خپلو جایدادونو بیرته مارکېټونه جوړول غواړي خو د پاکستان سرکار د اجازتنامې پرته یې نه شي جوړولی.
سوداګر غوښتنه کوي چې انتظامیه او پوځ دې په اسانو شرطونو اجازتنامي ورکړي، چې مارکیټونه جوړ کړي او خپل کاروبارونه بیا پر پښو ودروي.
د میرلي بازار یو تاجر طاهر الله وايي، پولیټیکل ایجنټ وړاندې دوی ته د میرلي بازار جوړولو اجازه ورکړې وه او له پوځه یې هم غوښتنه کړې چې کوم تاوانونه يې شوي دي، هغه وشول خو د هغو جبران یا ازلې پوره کولو لپاره دې بې له شرطونو د مارکیټونو جوړولو اجازه ورکړي. دولت که نقشه ورکوي نو داسې دې یې ورکړي چې تر وس لاندې یې وي، ځکه چې د بازار ځمکه کمه ده او داسې نه چې ټول جائیداد يې په نقشو کې ورک شي.
د میرلي بازار سوداګرو اتحاديې یو غړی محمد بوستان وايي چې دوی ته دې د خپلو مارکیټونو جوړولو لپاره د اجازتنامې عمل تېز او اسان کړل شي.
''موږ خپل مارکیټونه جوړول غواړو، او دغه عمل زر او اسان غواړو، ځکه چې ډېر تاوانونه هم خوړلي دي، نو د اجازتنامې شرطونه اسان او زر غواړو، نور کنګال شوي یو، په وجود کې مو هېڅ نه دي پاته. که مارکیټ جوړ نه کړو، نو بله مو لار نه شته.
د میرلي انتظاميي چارواکې وايي چې روزانه دغلته خلکو ته د مارکیټ یا دکان جوړولو اجازتنامې ورکول کېږي خو دغه عمل د انتظاميې او بیا د پوځ لوړ پوړیو چارواکیو له نظره تېرېږي، چې وخت په زیات تیریږي، خو د دويي په وینا پۀ اړه خبري رواني دي، چې خلکو ته د مارکیټ جوړولو اجازتنامي زر او په اسان شرطونو ورکړل شي.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې میرلي او میرامشاه بازارونه په سر تر پایه له خاورو سره خاورې کړل شوي ول یا له ځمکې سره هوار کړل شوي ول.چې د میرامشاه بازار یوه برخه دولت جوړه کړي او میرلي بازار د جوړولو خلکو ته اجازت ورکړل شوي وو، خو ځايي خلک او سوداګروايي چې که دولت د نوي طرز نقشي ورکوي، یانې د میرلي بازار په منځ کې ۷۲ فوټه سړک جوړ شوی او په یو بل اړخ ۲۲ فوټه نور خالي ځای پرېښودلو ورته ویل شوي، نو د دوی په وینا دغه شرطونه دې ورته لږ اسان کړي، ځکه چې د بازار ځمکه کمه او قیمتي ده، چې دغه شان ټوله ځمکه به يې د مارکیټ پر ځاي په نقشو کې ورکه شي.