د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې شناختي کارډه وزیرستانۍ مېرمنې په کورونو کې ایسارې دي


د شمالي وزیرستان په لیرې پرتو غرنیو سیمو کې مېشت خلک وايي چې د کورنۍ ښځې یې قامي شناختي کارډونه نه لري، چي له کبله یې نه یوازې له سیمې بهر تګ راتګ وتلای شي نو یې پر امنیتي پوستو بې له شناختي کارډه پرېږدي.

دوی وايي په وزیرستان کې نادرا دفتر نه لري، او که دولت دغه غریزو سیمو ته د نادرا ګرځنده ټیمونه ولېږي، نو له ډېرې لویې ستړې به یې ولس بې غمه شي.

د تحصیل شوه اوسېدونکی زاکر وزیر وايي چې دولت باید په سم دستي توګه د دوی سیمو ته نادرا موبایل ټیمونه ولیږي، چې موږ خپلو مېرمنو له شناختي کارډونه جوړ کړو، ځکه چې نه یوازې د وخت ضرورت دی بلکې راروانو ټولټاکنو کې دوی غواړي، چې ښځې یې په لوی شمېر کې خپلي رايې ورکړي.

په سیمه کې د منظرخېلو یو مشر مولوي شجاع عالم وايي چې د دوی په سیمه کي ښځو له سره شناختي کارډونه جوړ کړي نه دي، ځکه چې د غرونو خلک دغه سهولت نه لري نو او بندوبستي سیمو ته د تلو مهال تر سخت کړاو تېرېږي.

(زموږ په سلو یا په زرو کي یوې مېرمنې چېرته شناختي کارډ جوړ وي، زه خپله په سیمه کي د زکات کمیټۍ چېرمېن یم، نو سږ کال مې چې د کونډو زکات وېشلو، نو دغلته یوې زنانه هم شناختي کارډ نه درلود، او بله دا چي کله زموږ خلک د ناروغۍ یا بل ضرورت لپاره بندوبستي سیمو ته ولاړ شي ، نو په لارو کې په امنیتي پوستو او ښارونو کي په هوټلونو کي ځای نه مومي، ځکه چي ښځینه شناختي کارډونه نه لري، نو که دولت دغه غریزو سیمو لکه منظرخېلو، دوڅلي، ګړیوام، دته خېل، مداخېل، شوه، سپینوام او داسې نورو غریزو سیمو ته نادرا موبایل ټیمونه تشکیل کړي، نو موږ به خپلو مېرمنو له شناختي کارډونه جوړ کړو، چې له دې بغیره مو اوس ژوند مشکل دی.)

د شمالي وزیرستان ځوانانو د یو تنظیم غړی جمشېد وزیر وایي چې دوی په خپلو غریزو سیمو کې د سهولت نشتوالي له وجې ښځې له شناختي کارډونو محرومه دي، چې ورله دولت د نادرا موبایل ټیمونو بندوبست وکړي.

د تحصیل شوه اوسېدونکی زاکر وزیر وايي چې دولت باید په سم دستي توګه د دوی سیمو ته نادرا موبایل ټیمونه ولیږي، چې موږ خپلو مېرمنو له شناختي کارډونه جوړ کړو، ځکه چې نه یوازې د وخت ضرورت دی بلکې راروانو ټولټاکنو کې دوی غواړي، چې ښځې یې په لوی شمېر کې خپلي رايې ورکړي.

کله مو چي په دي اړه د شمالي وزیرستان انتظاميې چارواکو نه وپوښتل نو دوی وویل چې میرامشاه، میرعلي او رزمک کې يي د نادرا دفترو لپاره ځایونه هم ټاکلي خو نادرا لا هم خپلېدفترې نه دي خلاصې کړي. دوی وویل چې په سیمه کې نادرا دفترونه او سهولت ډیر ارزښت لري، ځکه چې دغه خلک د یو شناختي کارډ لپاره له ډېرو کړاونو تېرېږي.

هم دغه پوښتنه مو چې په بنو کې د نادرا دفتر له یوه چارواکي وکړه نو دوی هم دومره وویل چې په شمالي وزیرستان کې د نادرا دفترونو خلاصولو پلان لري.

په شمالي وزیرستان کې تر عملیاتو وروستو زیاتره خلک ستانه شوي، نو بنو-میرامشاه سړک او هلته په مختلفو سیمو کې لسګونه امنیتي پوستو څخه خلک د تګ راتګ پرمهال تېریږي، نو ددویپه وینا د تلاشۍپر مهال ترې د شناختي کارډ پوښتنه کېږي او لازم ګرځول شوي، خو دغلته اکثره خلک او په خاصه توګه ښځینه شناختي کارډونه نه لري.

XS
SM
MD
LG