د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو ـ جاني خېلو په سړک بمي برید، اووه ژوبل


بنو
بنو

بنوـ پاکستاني چارواکي وايي چې د یکشنبې په غرمه د بنو په جاني خېل سړک د امنیتي سرتېرو پر قافله د سړک غاړې بم چاودلی چې پکې درې سرتېري او څلور عام ولسي وګړی ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي بم په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و چې له لرې واټن نه د ریموټ په مټ چول شوی دی.

په دې پېښه کې ژوبل پوځي سرتیري د بنو نظامي روغتون او ولسي وګړي بیا د بنو ډسټرکټ روغتون ته درملنې لپاره لېږدول شوي دي. چارواکي وايي له چاودنې وروسته یې په سیمه کې د پلټنې عملیات پیل کړي دي. د برید ذمه واري عبدالله وزیرستاني په نوم یو وسله وال تن په غاړه اخېستې چې ځان د تحریک طالبان کمانډر معرفي کوي.

د بنو او جاني خېلو ترمنځ په لویه لاره تر دې وړاندې هم د پاکستان د پوځ قافلې د بمي بریدونو ښکار ګرځېدلي چې اکثره وخت یې مسولیت طالبانو قبول کړی دی.

XS
SM
MD
LG