د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دته خېلو کې ګرځبندیز، ځايي ولس کورونو کې ایسار


د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه

د شمالي وزیرستان ځايي ولس وايي، چې پر میرامشاه - دته خېل سړک او پر دغه لار له شهزاده کوټه تر دته خېلو پورې په پرتو سیمو کي لګول شوی ګرځبندیز نن (چارشنبه) په دویمه ورځ هم دوام لري او د سیمې وګړي په خپلو کورنو کې له د یرغمالیانو په شان ښکېل او ایسار پاتې دي.

دغه ګرځبندیز د سېشنبې په شپه د علي خېلو په شنه خوړه سیمه کې پر امنیتي ځواکونو تر وسله وال برید وروسته چې پکې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ول لګول شوی دی.

ځايي خلک وايي کله چې هم پر پاکستانیو ځواکونو برید کېږي، نو ولسي وګړي په دغه ډول ګرځبندیزونو له دېوال سره ولګول شي او ټول ولس تر سزا او کړاونو لاندې تېرېږي.

د سیمې یو خبر یال نور بهرام وايي چې په سیمه کې ایسار خلک هلته او بهر وتلي خلک په لارو کې ایسار دي او د ګرځبندیز ختمولو غوښتنه کوي.

نوموړي وايي نه یوازي عليخېل یا شنه خوړه ان پر دته خیل سړک پرتې سیمې لکه بویه، دېګان، همځونۍ، محمدخېل او دته خېلو پورو مېشت ولسونه ښکېل دي او تر ستونزو لاندې تېرېږي.

شمالي وزیرستان کې چاودنې درې ماشومان سخت ژوبل کړي

میرامشاه کې یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ته وویل چې دغلته ان ولسي انتظامي چارواکیو ته هم ته تلو اجازه نه شته او په دغه سیمو کې د لټون عملیات پیل شوي.

نوموړي وویل چې دغلته یو ټېليفون کال هم ریکارډ شوي چې یو ځايي بریدګر په دغه سیمو کې موجود دی او د لټون لپاره يې ګرځبندیز لګول شوی.

ځايي خلک وايي چې د پاکستاني پوځ تر عملیاتو وروسته خلکو خپلې ټولې وسلې له دولت سره جمع کړې او اوس په سیمه کې هېڅوک هم بې له لایسنسه وسله نه شي ساتلی او پر هر ډول وسله بندېز دی نو دا خو د د دولت ذمه واري ده چې شرخوښيو او رخنه ګرو مخه ونیسي او عام ولس له مشکلاتو وژغوري.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG