عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بنو ازادې منډۍ سوداګر ګیله من دي چې یو پلو د پولې پورې شوکول شوو زڼغوزیو لپاره حکومت لاره نه ورکوي چي خپل مالونه مارکیټ ته راوړي او بل پلو د جنوبی وزیرستان پر لاره يې چې کوم زڼغوزي راوړل نو په هغه کې هم خنډونه ورته جوړوي.
انتظامیې ورته د سېپټېمبر ۲۸مه نېټه ټاکلې وه چې خپلو کورونو ته به یې ستانه کړي نو دوی په غلام خان کې فارمونه هم جمع کړل، خپله نوملیکنه یې هم وکړه، البته هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.
دوی وايي، په اسدخېلو کې خلک له خپلو کورونو بهر اېستل شوي دي او د اسدخېل په لګاډه کې تر شنه اسمان لاندې تر سختو کړاونو لاندې شپې ورځې تېروي.
رزمکوال وايي د خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره راوتلي خلک او ناروغان په لارو کې ایسار شوي او له ستونزو سره مخامخ دي. ځايي خلکو اندېښمن دي دي داسې نه چې له خپلو سیمو یې بې کوره کړل شي
په شمالي وزیرستان کې انتظامي چارواکیو مشال راډیو ته د پېښې پخلی وکړ او و یې ویل چې برید د دوشنبې په شپه د وزیرستان په دوڅلي تحصیل کې هغه مهال شوې کله چې امنیتي سرتېرو په سیمه کې ګشت کولو.
په شمالي وزیرستان کې تر پوځي عملیاتو وروسته په لومړي ځل د هغې سیمې زڼغوزي (ځڼغوزي، جنغوزي، چلغوزې) د بنو ازادې منډیۍ ته رسېدلي دي. سوداګران وايي، په تېرو کلونو کې یې ډېر تاوان وشو او سږکال هم فصل کم وو. دوی اوس هم ګیله من دي چې لرې په غرونو کې او له پولې هغې خوا ته له خپلو ونو ځڼغوزي نشي وړلای.
د شمالي وزیرستان کډوالو په بنو کې د حکومت لخوا د واپسي عمل د ځنډ او په حکومتي مرستو کې د مشکلاتو خلاف مظاهره کړې ده. دوی وايي حکومت یې نه خپلو سیمو ته ستنوي او نه ورسره د ژمنو مطابق مرستې کوي.
په دغه ښوونځيو کې به د سیمې ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکول کېږي چې په لومړۍ مرحله کې تر پينځو سوو(۵۰۰) پورې ماشومانو داخله ورکول کېږي.
اکرام داوړ چې سیویل انجنییېر دی، وايي، هره این جي او چې راغلې، ورته يې درخواست جمع کړی خو هر ځل ترې محرومېږي او داسې ډېر ځوانان خپلې ډګرۍ په لاس کې ګرځوي.
په بنو کې د عاشورې ورځ د شیعه مسلک د پلویانو لخوا په مذهبي عقیدت ولمانځل شوه. عالمانو په امام باړو کې خلکو ته د کربلا د شهیدانو د قربانیو په اړه ویناوې وکړې. د پولیسو لخوا د عاشورې د ورځې سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوي وو. د مشال خبریال عمر دراز وزیر ځینې ويډیويي صحنې درسره شریکوي.
د شمالي وزیرستان د سبزیو او مېوو سوداګر وايي دوی ته دې هم په میرانشاه کې د پاکستان د نورو برخو غوندې سرکاري منډۍ جوړه کړل شي.
د سیمي خلک ګیله مندي، که د امن په نوم جشن کېږي او دنیا ته د امن پیغام وړاندې کوي، نو بیا ولې خلک په کورونو کې بند ساتل کېږي او ستونزې ورته جوړول کېږي.
په ۲۰۱۴ز کال کې چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل نو د هغې له کبله د ګڼو زده کوونکو زده کړې نیمګړې پاتې شوې. په دوی کې یو نور کلام وزیر دی چې د عملیاتو پر وخت د ۱۴م زده کوونکی وو. دی اوس روزګار ته اړ شوی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
اوس لکه د ملټي میډیا فیشن د پښتونخوا هرې سیمې ته زر رسیږي، د جامو ډیزاینران وایي د ملک د نورو ښارونو غوندې په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو ښارونو کې ډېر نوي نوي دوکانونه پرانستل شوي دي.
موسا خان د خوست له ګلان کېمپه په ټېليفون د مشال راډيو خبریال عمر دراز وزیر ته وویل هېڅوک یې پوښتنه نه کوي.
د شمالي وزیرستان او نیمو قبايلي سيمو بکاخېل او جاني خېل اوسيدونکي وايي ، سږ کال پوځ او پولیټکل انتظاميې اجازه ورکړې ده چې په شوال او دته خېل سيمو کې خپلو ځنګلونو ته ورشي او چلغوزي راټولې کړي.
د شمالي وزیرستان په میرامشا بازار کې اوسېدونکي وايي، د دوی کورونه له بازار سره سم ړنګ شوي دي او اوسمهال هلته نوی بازار جوړېږي خو دوی ته د نویو کورونو یا استوګنځایونو بندوبست نه دی شوی. دوی وايي، حکومت دې ورته هم کورونه جوړ کړي او هم دې ورته سیمې ته د ستنېدو لار برابره کړي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې د ایف سي ار قانون پر ځای رواج ایکټ په نوم یو نوی قانون نافذول غواړي. د سرحدونو چارو وزارت د قبایلي سیمو د رواجونو د معلومولو لپاره په ټولو قبایلي سیمو کې غونډې کوي او له ځايي مشرانو د هغوی د رواجونو پوښتنه کوي. همداسې یوه غونډه په شمالي وزیزستان کې جوړه شوې وه چې پک
د شمالي وزیرستان د پولیټکل انتظامې چارواکي وايي ، د افغانستان له خوست ولایته د شمالي وزیرستان د کډوالو لړۍ بیا پیل شوې ده.
د شمالي وزیرستان رزمک د طبیعي یا قدرتي ښکلا لپاره پېژندل شوې سیمه ده چې په اوړي کې ورته ګڼ سیلانیان ورځي. په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې تر پوځي عملیاتو وروسته اوس په دې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه لا زیاته شوې. ویډیو وګورئ.
نور وښیئ