د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډنډي درپخېلو کډوال وايي، نور د کډوالتوب زغم نه لري


د شمالي وزیرستان ډنډي درپخېلو بې کوره شوي خلک وايي، له درو کلونو پس یې خپلو سیمو ته د ستنولو بهیر پیل شوی وو خو دا دوې میاشتې کېږي چې پاکستان سرکار یې په دې نامه د ستنولو لړۍ بیا درولې ده چې د دوی سیمې سمې نه دې پاکې کړل شوې.

دوی وايي نیمايي خلک خپلو سیمو ته تانه شوي دي او نیمايي ایسار دي، چې په نن سبا کې ورباندې میاشتي کالونه اوړي، خو سیمه ته يې د ستنېدو ارمان نه پوره کېږي.

یو کډوال ګل فراز خان وايي چې کډه په سر د واپسۍ په تمه دی، چې ماشومان، سپین-ږیري او مېرمنې يې د خپلو کورونو لیدو په ارمان دي.

د ډنډي درپخېلو اوسېدونکی او ځايي خبریال نور بهرام خان وايي چې اول دوی له د واپسۍ مهالوېش (شېډول) ورکولو کې کالونه تېر شول او چې ستنېدل یې پیل شو نو په منځ کې بیرته ودرول شول. نوموړي وویل که د کډوالو ستنولو لپاره نوې نېټه ژر ور نه کړل شوه نو دوی به احتجاجونو ته مخه کړي.

( اووه ساوه( ۷۰۰) کورڼۍ سیمې ته ستنې شوي دي او د ۱۵۰۰ کورنیو واپسۍ په منځ کې ځنډول شوې. دولت ورته وايي سیمه یې سمه پاکه نه ده. پکار خو دا وه چې درې کالونو کې د دوی سیمه پاکه کړل شوې وی. اوس هم د ډنډي کډوال له زغمه کار اخلي.دوې میاشتې وشوي چې د ستنېدو عمل يې ځنډول شوی دی. خو دولت نه مهالوېش [شېډول] ورکوي او نه تسلي او نېټه ور کوي. د ماشومانو زدکړې یې اغزمنې شوي دي.)

افغانستان مېشته وزیرستاني کډوال کورونو ته ستنېدل غواړي

د یادي سیمي یو بل کډوال ګل فراز خان وايي چې کډه په سر د واپسۍ په تمه دی، چې ماشومان، سپین-ږیري او مېرمنې يې د خپلو کورونو لیدو په ارمان دي.

(د واپسۍ په تمه يې د کرایو کورونه خالي کړل، او نن له یوه بل سره په حجرو کې میشته دي، دولت ورته د شپږو ورځو ویلي وو او نن دوه میاشتي پوره شوې خو د واپسۍ په اړه ورته هېڅ نه وايي. په نن سبا کې ورباندې وخت تېروي. د دوی واپسي پیل شوه نو مشران يي واپس شوي او غریب کډوال پاتي دي. زموږ ماشومان او مېرمني شپه ورځ هم دغه پوښتنه کوي، چې کله به کور کلي ته واپس ځي، او نور یې زغم نه شته.)

'ماشومانو ته د اختر کالي نه شو اخېستلی'

په سیمه کې د انتظامي او امنیتي ځواکونو چارواکیو له مشال راډيو سره بس همدومره وویل چې ډنډي درپخېلو پاکونه (کلیېرنس) لا نه ده پوره شوې او په خبره یې چې دغه چاره به ژر سرته ورسوي او د کډوالو د واپسۍ بهیر به هم زغرده پیل کړي.

شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله لاکونه خلک بې کوره کړل شوي ول، چې له ۲۰۱۶ کال راهسې يې د ستنېدوعمل دوام لري خو د میرامشاه ډانډي درپخېل، ظفر ټاون، ماچس، او ډیورنډ کرښي ته نېزدې دته خېل، ماداخېل کډوال لا هم بې کوره دي.

د دته خېل تحصیل کډوال د زرګونو په شمیر د کرښې پورې غاړه د افغانستان په مختلیفو سیمو کې د کډوالۍ ژوند کوي او له دولتهپه بیا بیا خپلو سیمو ته د ستنېدو غوښتنه کوي.

د وزیرستان کډوال د بنو ګرمۍ وسوځول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:39 0:00

XS
SM
MD
LG