د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرامشاه کښې پر پاکستاني پوځ وسله وال برید دوه عسکر وژلي


په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځي عسکر ګزمه کوي
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځي عسکر ګزمه کوي

د شمالي وزیرستان انتظامي او پوځي چارواکي وايي چې په میرامشاه کښې د امنیتي ځواکونو پر یوه ګاډي وسله وال برید کي دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې هغوی وویل، وسله والو د شپې ناوخته د مرکز میرامشاه عليخېلو په شنه خوړه سیمه کښې د امنیتي ځواکونو پر ګاډي له نېږدې غرونو برید کړی چې دوه عسکر يې ځای پر ځای ووژل او دوه نور يې د درملنې لپاره پوځي روغتون ته انتقال کړي دي.

تر برید وروسته د میرامشاه دته خېل سړک د ټرافیکو پرمخ تړل شوی او یاده سیمه کي پوځ د لټون عملیات پیل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې ده.

شنه خواړه عليخېل له مرکز میرامشاه څخه لوېدیځپلو په ۷ کلومیټرۍ کښې پرته سیمه ده، چې ځايي اوسېدونکي ورته تر یوڅو امنیتي پوستو تېرېږي.

په یاده سیمه همدا اوس دوې ورځې وړاندې په مځکه کښې ښخ شوي ماین چاودنه کښې درې ماشومان ژوبل شوی ول، او تېره اونۍ تحصیل میرعلي خدۍ سیمه کښې په یوه موټر سایکل کې له اېښودل شویو باروتو شپږ ولسي وګړي وژل شوي ول او د درېو امنیتي سرتېرو په ګډون يې لس کسان ژوبل کړي ول.

د ضرب عضب عملیاتو وروسته میرامشاه میرعلي او خوا او شه سیمې د پوځ تر کنټرول لاندي راغلي، او یادو سیمو ته بې کوره شوي کډوال هم ورستانه شوي، تر عملیاتو وروسته د پاکستان ولسي او پوځي مشر تابه په بیا بیا ویلي چې وزیرستان کښې د ملک تر ټولو برخو زیات امن راغلي او وسله وال يې له سیمې شړلي دي.

په تېره یوه اوونۍ کښې دغه درېمه پېښه ده چې د شمالي وزیرستان مرکز میرامشاه او سب ډیویژن میرلي کښې رامنځته کېږي، او تر دې وړاندې د وزیرستان په لیرې پرتو سیمو کښې ورته ډول پېښې شوې، چې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړیو ته یې مرګ-ژوبله اړولې ده.

په میرلي کې چادونې شپږ ولسي وګړي وژلي، لس ژوبل

شمالي وزیرستان کې چاودنې درې ماشومان سخت ژوبل کړي

XS
SM
MD
LG