د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرلي کې چادونې شپږ ولسي وګړي وژلي، لس ژوبل


پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرلي تحصیل کې د میرامشاه پر لویه لار له خدۍ سیمې سره یوې چاودنې شپږ تنه وژلي او د درېو امنیتي سرتېرو په ګډون لس تنه نور ژوبل دي. ځینې سرچینې په خپلو راپورونو کې وايي چې چاودنه په یوه موټر سایکل کې له اېښودل شویو باروت شوې ده خو ځینې یې بیا د سړکغاړې ښخ شوی ماین ښيي.

د مشال راډيو خبریال د ځايي چارواکیو له خولې وايي چې د پېښې څلور تنه سخت ژوبل یې د بنو سرکاري روغتون ته لېږدولي دي او نور یې د میرامشاه روغتون ته وړي دي.

په میرلي کې تر چاودنې وروسته ګرځبندیز لګول شوی دی.

د ضرب عضب عملیاتو وروسته میرلي او د شمالي وزیرستان مرکز په بشپړه توګه د سرکار او پوځ تر ولکې لاندې راغلي او تر یادو عملیاتو پس دا لومړی ځل دی چې په میرلي بازار کې چاودنه کېږي. میرلي بازار د شمالي وزیرستان له مرکز مېرامشاه څخه ختیځ لور ته په ۲۰ کلومیټري کې پروت دی چې پکې د لېویز او خاصه دارو ترڅنګ د پاکستاني پوځ یو بریګېډ عسکر شتون لري.

میرلي د شمالي وزیرستان یوازنۍ سیمه ده چې ترې کوچېدلي کډوال تر ضرب عضب عملیاتو پس سله په سله ورستانه شوي دي. اوس هلته په سیمه کې کلکه امنیتي څارنه کېږي او میرلي ته تلونکي وګړي تر یوشمېر امنیتي پوستو تېريږي. د پاکستان پوځي او ولسي مشرتابه په بیا بیا دا ادعا هم کړې چې له شمالي وزیرستانه یې ټول وسله وال شړلي او سیمه یې له شره پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG