د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د رزمک کالج داخلې لپاره کړې ژمنې پوره نه شوې'


شمالي وزیرستان مشران او ځوانان وايي چې ګورنر خیبر پښتونخوا او د رزمک کېډیټ کالج کاري ډلې د ځايي زده کونکیو داخلولو لپاره ټاکلې کوټه له ۲۰ فیصده څخه ۵۰ یا ۷۰ فیصدو ته د زیاتولو احکامات جاري کړي ول، خو روانه اونۍ چې د کېډیټ کالج رزمک داخلو لپاره ازموینې وشوې نو پکې هغه د ۲۰ فیصده له حسابه زده کوونکې واخېستل شول.

له مشال راډيو سره په خبرو کې زده کوونکیو وویل، دولت ورسره د تعلیم یا قلم ورکولو ژمنې وکړي، خو سر ته یې نه رسوي.

د سیمې اوسیدونکې جمشید وزیر وايي چې له موږ سره د نوي وزیرستان وعدې شوې وې، خو پوره نه شوې: ''له موږ سره کړې ژمنې ولې نه پوره کېږي، زموږ له راتلونکې سره دې لوبې نه کېږي، له موږ سره کړې وعدې دې سر ته ورسېږي، ګنې په احتجاجونو به لاس پورې کوو.''

وزیرستان کې د تعلیم خورولو او پرمختګ لپاره د سیمې ځوانانو، مشرانو او افسرانو تنظیم نووا مشر خان محمد وزیر وايي چې کېډیت کالج رزمک په وزیرستان کې یوه معیاري اداره ده، خو ګټې يې د ملک نورو برخو زده کونکیو لپارهدي.

''د کېډیټ کالج رزمک چې کومې ګټې دي هغه وزیرستان ته نه دې میلاو شوې، ګورنر اعلانونه کوي خو عملي کېږي نه، موږ خپل ماشومان تیار کړل، ورته مو اکاډیميانې جوړې کړې، چې دا ځل به یې تر ۵۰ فیصده پورې زده کونکیو ته داخلې ورکړل کېږي، خو نن دوی محروم وساتل شول، موږ د ګورنر، جي او سي، پولیټیکل اېجنټ او کېډیټ کالج رزمک ګورننګ باډي نه خواست کړو، چې خپلې ژمنې دې پوره کړي، او د دوی زده کونکیو ته دې معیاري زده کړي او قلم ورکړي.''

خو د فاټا سیکریټرېټ ډایرېکټر انفارمېشن عبدالسلام وزیر وايي چې د سیټونو زیاتولو کړې ژمنه به راتلونکې عملي شي:

''ګورنر صاحب اعلان کړی، او دغه سیټونه زیات دي، دا سرکاري موقف دی او په دې فیصله شوېده، خو کله چې سیټونه زیات شي، نو د دې لپارهد هاسټلونو، او فېکلټيانو ممبران هم پکار دي، نو دغلته په کالج کې د نويو هاسټلونو جوړولو کار پیل شوی دی، اوله راتلونکې کاله به د ګورنر دغه اعلان عملي شي.''

کیډټ کالج رزمک کې د اتم ټولګي داخلو لپارهروانه اونۍ په بنو کې ازموینې وشوې، چې ۱۱۳۴ زده کونکیو پکې برخه واخېستله، او د ملک له مختلفو برخو به سږ کال دغلته په اتم ټولګي کې ۱۲۰ زده کونکیو ته داخلې ورکول کېږي.

د شمالي وزیرستان ولس وايي چې کېډیټ کالج رزمک په وزیرستان کې یوه ځانګړې معیاري تعلیمي اداره ده، چې پکې د دوی ماشومانو ته پوره پوره برخه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG