د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې تر ګډېدلو ۵ کاله وروسته، قبايلي سیمو کې څومره ترقیاتي کارونه شوي؟


د شمالي وزیرستان ميرامشا يو کچه سړک - انځور له ارشيفه
د شمالي وزیرستان ميرامشا يو کچه سړک - انځور له ارشيفه

په خیبرپښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ورګډولو ۵ کاله پوره شول خو د هغو ځايونو خلک شکايت کوي چې حکومت ورسره د انضمام پر مهال د پرمختيايي کارونو کړې وعدې نه دي پوره کړې.

د پاکستان پارلیمان د ۲۰۱۸ کال د مې په اخري اوونۍ کې یو شمیر قوانین منظور کړل. په دغو کې یو هم په ايين کې هغه ترمیم وو چې له مخې یې په قبایلي سیمو کې د اېف سی ار قانون ختم او دغه ځايونه په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل شول. هرې قبايلي ایجنسۍ ته د ضلعې حيثیت ورکړل شو.

هغه مهال د پاکستان حکومت وعده کړې وه چې د لسو کلونو لپاره به په ځانګړي مراعتي ډول د قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره کارونه کوي. همداراز ويل شويو چې د نور پاکستان په شان د يو ايين تر لاندې د قبايلي سيمو په راتګ سره به هلته وګړي هغه سهولتونه او حقونه ولري چې د ملک د نورو برخو خلک یې لري.

حکومت دا ژمنه هم کړې وه چې په نويو قبايلي ضلعو کې به د ۱۰ کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ د پرمختيايي کارونو لپاره لګوي. خو له دغو سیمو د ولس استازو، خلکو او په چارو نظر ساتونکي وايي‌چې دا وعده نه ده پوره شوې.

خو په مومندو کې د ډان ورځپاڼې خبریال فوزي خان مومند چې د قبايلي ضلعو بېلابېلو سیمو ته تلل او له هغه ځایه یې په بېلابېلو مسايلو راپورونه جوړ کړي، وايي چې له قبایلو سره شوې ژمنې نه دي پوره شوې. هغه زیاته کړه چې که حکومت د پاکستان مسلم ليګ (ن) وو او که د تحريک انصاف حکومت، خو قبايلي سيمو ته وعده شوې پیسې پوره نه دي رسېدلی.

مومند زیاته کړي چې په ځينو ځايونو کې ويجاړ شوي سکولونه او روغتونونو ته ودانۍ جوړې شوې خو د هر کال د ۱۰۰ اربو روپيوو لګولو د ژمنې مطابق کارونه نه تر سترګو کيږي. "څومره وعدې چې شوې وي چې سړکونه او اسپتالونه به جوړېږي، هغه ټولې نه دې پوره شوې. دلته له مومندو تر غلنۍ پورې سړک دی، پنځه، شپږ کاله وشول چې لا پرې کار نه دې پوره شوی. حکومت یې د کار د ځنډيدو وجه د فنډز نیشتوالی یادوي.

کاروبارونه او ټېکسونه

د قبايلي سيمو سره سره دا وعده هم شوې وه چې په خیبر پښتونخوا کې تر شاملېدو وروسته به تر لسو کلونو پورې بیا هم له قبايلو ټيکسونه نه اخیستل کيږي.‌ خو سوداګرو مشال راډيو ته ويلي چې له دوی د بېلابېلو ټېکسونو اخیستل عملي شوي دي.

په قبایلي ضلعو کې د بېلابېلو مسايلو په اړه راپورونه ورکوونکی، خبریال صفدر داوړ د مې پر ۲۸مه مشال رېډیو ته وویل چې د وعدو باوجود په تورخم او غلام خان کې د ایکسایز او د کسټم ادارو کسان له خلکو ټیکسونه اخلي. نوموړي زیاته کړه چې يوه بله مسله په قبايلي سيمو کې عدالتي او امنيتي نظام نه پياوړي کېدل دي.

د هغه په وينا دا نظامونه د امن او پراختيايي کارونو یقيني کولو لپاره ضروري دي. "په دې پينځوو کلونو کې د قبایلو لویه مسله د ځمکو پر سر شخړې وې. د ناامنيو مسله هم شته. خاصه دار باید په پولیسو کې شامل کړل شي او درېیمه عدالتي نظام دلته راوړل دي. تر اوسه دا کارونه په سم ډول نه دي شوي نو ځکه مسایل حل شوي نه دي. دې حالاتو قبایلي ولس نور هم محرومۍ اړخ ته بوتلی دی."

د قبایلي ضلعو د انضمام پر وخت د مسلم ليګ (ن) حکومت وو. خو له پارليمانه په قانون کې د بدلون مانا دا وه چې که هر حکومت راځي نو قبايلي سيمو ته به خپله برخه ورکوي. د مسلم ليګ (ن) حکومت د قبايلي سيمو د انظمام د کمېټې مشر سرتاج عزیز مشال راډيو ته ويلي وو چې په قبايلي ضلعو کې د چټک پرمختګ لپاره به د پاکستان له قامي مالياتي کمیشن (اېن اېف سي اېوارډ) له پيسو څخه ۳ فيصده برخه ورکول کيږي.

په ۲۰۱۸ کال کې ټاکنې تحريک انصاف وګټلې خو په وفاق او خیبر پښتونخوا صوبه کې د ۲۰۲۲ کال تر اپريله پورې د حکومت کولو باوجود قبايلي سيمو ته د اېن اېف سي ایوارډ په بشپړ ډول ورنکړل شو. د تحريک انصاف حکومت د خیبر پښتونخوا چارواکو ويل چې له وفاقه د دغو پیسو نه ترلاسه کېدو له وجې د صوبې له بودیجې څخه په قبایلي ضلعو کې پرمختیايي کارونه پر مخ وړي.

امنيت، تعليم او روغتيا

په قبايلي سيمو کې تر ټولو ډيرې فعالې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د فاټا د ګډولو سره مخالفت ښوولی وو. د دغې ډلې لپاره دا مسله دومره مهمه وه چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د پاکستان ریاست له استازو سره یې د سولې په مذاکراتو کې يو شرط دا ايښی وو چې خیبر پښتونخوا سره دې قبايلي سيمو انظمام ختم شي.

د دې مذاکراتو په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمینځ اوربندونه وشول چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره برقرار وو خو پر هغې سربېره په پاکستان کې حملې روانې وې. د اوربند تر ختمېدو وروسته، تحريک طالبان پاکستان او نورو ډلو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې حملې زیاتې کړي. تر ټولو ډير بریدونه، هدفي وژنې او د خلکو تښتونې پېښې په قبايلي ضلعو کې مخته راغلې دي.

حکومت ويلي وو چې قبايلي سيمو ته د پولیسو نظام غځول به د امنيت په بهترۍ کې کردار ترسره کړي خو ځايي خلک وايي چې لا هم پولیس د دې جوګه شوي نه دي‌چې امنيت دې ټينګ وساتي. د خیبر پښتونخوا ځينو چارواکو هم منلې ده چې په قبایلي سيمو کې د پولیسو سره پوره تجهيزات نشته او روزنه یې هم ډېره نه ده نو ځکه لا هم هلته تر ډېره پورې پوځ د امنيت سمبالولو چارې پرمخ وړي.

له خیبر پښتونخوا سره تر شاملېدو مخکې، په قبايلي سيمو کې ګڼ واړه او غټ پوځي عمليات شوي وو. مشال راډيو سره د شريکو شويو سرکاري شمېرو ترمخه، په دې عملياتو او د وسله والو په حملو کې ۱۷۵۲ سکولونه، لسګونه روغتونونه او ګڼ بازارونه ړنګ شوي دي. د ځينو رغونه شوې خو ځيني لا هم پاتې دي.

د قبايلي سيمو په اړه د مطالعاتو اداره، فاټا څیړنیز مرکز یو مشر منصور محسود مشال راډيو ته وايي چې په قبایلي ضلعو کې د ځينو ړنګو شويو کورونو او دکانونو مالکانو ته د بیا رغونې لپاره پیسې ورکړل شوې خو ځينو ځایونو کې خلکو دا معاوضه نه ده تر لاسه کړې. هغه زیاته کړه چې ترقیاتي کارونه شوي دي خو تباهي هم زیاته شوې ده. "حکومت سکولونه، د صحت مرکزونه او سړکونه جوړ کړل خو د خلکو وران شوي کورونه او مارکيټونه لا په بشپړ ډول نه دي‌جوړ شوي."

په قبایلي ضلعو کې د ښځو د حقونو مبارزه رضیه محسود وايي چې د فاټا انضمام وروسته په دې سیمو کې په لومړي ځل بلدیاتي ټاکنې وشوې چې په نتیجه کې ګڼې ښځې د بلدیاتي امیدوارانو په حیث له کوره بهر راووتې او په خپلو حقونو یې خبرې پیل کړې. نوموړې وایي چې په قبایلي ضلعو کې د پخوا په نسبت یو څه ښه بدلون راغلی دی خو د ښځو د تعلیم، صحت او روزګار په برخه کې هغسې کارونه ونشول لکه څنګه یې چې دوی له انضمامه وړاندی تمې درلودې.

د حکومت ځواب

د قبایلي ضلعو د اوسېدونکو د دې څرګندونو او نيوکو په اړه د خیبرپښتونخوا د اوسني نګران حکومت چارواکي د ډيرو کارونو نه کېدو لامل د تحريک انصاف حکومت بولي. تحريک انصاف د ۲۰۱۳ له مې مياشتې څخه د ۲۰۲۳ کال تر جنورۍ پورېپه خیبر پښتونخوا کې حکومت کړی دی.

د اوسني نګران وزیراعلا د مالیې او انرژۍ چارو سلاکار حمایت الله خان د مې پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې په قبایلي ضلعو کې په تېرو پنځو کالونو کې د پرمختیايي کارونو په سمه توګه نه کېدو یوه وجه دا هم ده چې د تحریک انصاف په مشرۍ تېر حکومت دا سیمې له پامه غورځولې وې.

حمايت الله زیاته کړه: "پکار وه چې د اېن اېف سي ایوارډ پیسې دلته خیبرپښتونخوا ته ورکړل شوې وای. د هغې خرچه کال په کال صوبې ته ورکول کېږي خو له هغې سل اربه روپۍ هم نه جوړېږي. پينځه کاله دا خبره چا نه وه اوچته کړې خو زموږ نګران حکومت دا خبره نورو چارواکو سره او څو ورځې وړاندې د وزیراعظم شهباز شریف سره هم کړې ده."

د خیبرپښتونخوا د مالیې پخواني وزیر تېمور سلیم جګړه او د وزیراعلا سلاکار کامران بنګښ سره مو په دې اړه د خبرو هڅه وکړه خو رابطه ونشوه. البته په تېرو وختونو کې دې چارواکو څو وارې مشال رېډیو سره په خبرو کې ویلي ول چې د فاټا انضمام وروسته دې سیمو ته عدالتي او د پولیسو نظام غځول شوی دی.

دوی زیاته کړې وه چې په دې سیمو کې ټي اېم ای یا تحصیل میونسپل ادارې، د احساس پروګرام تر لاندې د صحت کارډ ورکولو ترڅنګ د ټریفک ، د تعلیمي ادارو او د صحت مرکزونو د څارنې نظام په ګډون یو شمیر ترقیاتي او انتظامي کارونه پیل شوي دي.

د يادونې ده چې جمعيت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند خیبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو د ګډولو مخالفت کړی وو. پر دوی سربیره په قبايلي سيمو کې د انظمام په خلاف يو تحريک هم چلیدلی. دوی دريځ لري چې په خیبر‌پښتونخوا کې د قبايلي سيمو په ورګډېدو سره ترقیاتي کارونه نه دې شوي، بشري حقونه نه مراعتيږي خو له قبايلو لږه ډيره ازادي اخیستل شوې ده نو ځکه بايد دا انظمام ختم شي.

اړوند

XS
SM
MD
LG