د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان په پاکستان کې د حملو اعلان کړی دی


په انځور کې له کېڼ اړخه د تحریک طالیان پاکستان مشر مفتي نور ولي او د ډلې بل مشر دي.
په انځور کې له کېڼ اړخه د تحریک طالیان پاکستان مشر مفتي نور ولي او د ډلې بل مشر دي.

تر هغې وروسته چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د خارجه چارو د مملکت وزیره به د نومبر پر ۲۸مه کابل ته ځي، ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان خپلو وسلوالو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر کړی دی.

تحریک طالبان د نومبر پر ۲۸مه رسنيو ته په استولي بیان کې چې مشال رېډیو هم ترلاسه کړی، د بريدونو وجه دا ښوولې چې په ادعا يې،"د پاکستان پوځ په لکي مروت او نورو سيمو کې د ډلې د غړو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی."

د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ويلي. مشال راډيو د حکومتي غبرګون معلوملو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سيف ته ټېلېفون وکړ او پر وټس اپ يې هم ورته غږيز پيغام پرېښود، خو هغه د دې رپورټ تر خپرېدو پورې ځواب را نه کړ. البته نوموړي تېره اوونۍ مشال رېډيو ته ويلي ول چې له تحریک طالبان سره يې ډزبندي پر ځای ده. محمد علي سيف له طالبانو سره په مذاکراتو کې د حکومتي ډلې مشري کوي.

د حکومت او طالبانو ترمینځ په تېرو څو میاشتو کې په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړيتوب د خبرو اترو څو پړاوونه شوي دي چې له تېرې څه مودې راهیسې په ټپه درېدلې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو او حکومت ترمینځ د خبرو اترو په نتیجه کې طالبانو د مې په میاشت کې اوربند اعلان کړی وو چې د جون پر دويمه نېټه يې له پاکستانه ورغلې د قبايلي مشرانو ۵۰ کسيزه جرګې سره تر خبرواترو وروسته تر نامعلومې مودې پورې وغځاوه، خو د دې سربېره دواړو غاړو پر يو بل حملو ته دوام ورکړی دی.

که څه هم طالبانو په بیان کې د اوربند د ماتېدو خبره نه ده کړې، خو د پاکستان مطبوعات دې ته د طالبان لخوا د "ډز بندۍ د ختمولو" کلمه استعمال کړې ده.

د ۲۰۲۲ز کال د جولای له میاشتې راهیسې د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون په یوشمېر نورو ضلعو کې خلکو په احتجاجي غونډو کې پر حکومت د امنیت ټینګښت غږ کړی دی او وايي حکومت دې د تېرو کلونو په څېر بیا وسلوال منظمېدو او پیاوړي کېدو ته نه پرېږدي. د طالبانو مشران او زیاتره جنګیالي دا مهال په افغانستان کې مېشت دي.

طالبانو دا تازه اعلان په داسې وخت کړی چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۸مه نېټه بیان کې وويل چې د دې هېواد د خارجه چارو د مملکت وزیره جنا رباني کر به سبا (نومبر پر۲۹مه) په يوه ورځني سفر کابل ته ځي او هلته به د طالبانو د سرپرست حکومت له مشرانو سره د امنيت ترڅنګ پر نورو دوه اړخيزه چارو خبرې اترې کوي.

XS
SM
MD
LG