د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګڼې ښځې د شناختي کارډ نه لرلو له وجې د ووټ له حقه محرومې دي


په اسلام اباد کې یوه ښځه د ووټ کارولو پر مهال - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې یوه ښځه د ووټ کارولو پر مهال - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې یوشمېر سیاستوالانې، نرښځي او شنونکي وايي، د هغې صوبې لکونه ښځې او نرښځیان شناختي کارډونه او نور قانوني اسناد نه لري چې له وجې یې ووټ نه شي اچولای. دوی داراز وايي چې د ټولنیزو او فرهنګي محدودیتونو له وجې هم ګڼې ښځې د رایې ورکولو له حقه بې برخې دي.

دوی دا څرګندونې د ډېسېمبر پر اوومه پر داسې مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ووټرانو یا رایې کاروونکو ملي ورځې په توګه ولمانځله.

انتخاباتي کمېشن وايي، د دې ورځې د لمانځلو موخه د انتخاباتو او رایې اچولو د ارزښت په اړه اګهي خپرول دي.

انتخاباتي کمېشن هم مني چې د ټول پاکستان پر کچ ګڼې ښځې د شناختي کارډ نه لرلو او نورو ستونزو له وجې د ووټ اچولو له حقه بې برخې دي.

د انتخاباتي کمېشن په وینا، په پاکستان کې په ۲۰۲۱ز کال کې د ښځینه ووټرانو د نوملیکنې سطح د پخوا پرتله تر ۱۰ فیصده پورې کمه شوې وه. کمېشن هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې هم د ښځینه ووټرانو د نوملیکنې کچ ۱۰ فیصده کم شوی وو.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۱ز کال له ارقامو سره سم، په هغه هېواد کې څه د پاسه ۱۱۸ مېلیونه ووټران دي چې ورڅخه یې څه د پاسه ۶۵ مېلیونه سړي او شاوخوا ۵۳ مېلیونه ښځې دي.

په مینګوره کې یوه ښځه د ووټ اچولو پر مهال - د ۲۰۱۸ز کال انځور.
په مینګوره کې یوه ښځه د ووټ اچولو پر مهال - د ۲۰۱۸ز کال انځور.

په پېښور کې د بلدیاتي ادارو کونسلره او د عوامي نیشنل ګوند د ښځو څانګې د مشرې مرستیاله زېبا اپرېدۍ وايي، د دې یو لامل دا دی چې په ګڼو ځایونو کې ښځې شناختي کارډونه نه لري.

نوموړې د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، په "زیاتره پښتون مېشته سیمو" کې سړي ښځو ته د ووټ اچولو اجازه نه ورکوي او په "قبایلي ضلعو کې خو ډېر بد حال" دی.

دې وویل، د انتخاباتي کیمپېن پر مهال چې کور په کور ګرځېده نو ورته معلومه شوه چې په یو کور کې که به "۱۴ یا ۱۵ ښځې وې نو یوې یا دوو به یې شناختي کارډونه" لرل.

اپرېدۍ وايي، په قبایلي ضلعو کې خو ډېری ښځې د ووټ له حق او ارزښته هم خبرې نه دي.

د نرښځیو یوه استازې قطرینا خان وايي، دوی هم له پخوا راهیسې د شناختي کارډ له مشکل سره مخامخ دي.

نوموړې د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې دویمه مسله دا ده چې د ۲۰۱۷ز کال په سرشمېرنه کې د نرښځیو شمېر خورا کم ښوول شوی دی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس اې پي پي په ۲۰۲۱ز کال کې په یوه رپورټ کې ویلي ول چې د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې په ټول هېواد کې د نرښځیو شمېر ۲۱،۷۴۴ دی چې ورڅخه یې څه د پاسه ۵۷ سلنه په پنجاب، تر ۲۷ فیصده زیات په سیند او څه د پاسه نهه سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې اوسي چې ټول شمېر ۱،۹۹۹ جوړېږي.

له رپورټ سره سم، په بلوچستان کې د نرښځیو شمېر ۷۸۰ او په اسلام اباد کې ۲۸۰ وو. هغه مهال قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا نه وې ورګډې شوې نو په سرشمېرنه کې یې حساب جلا شوی وو او حکومت ویلي ول چې په هغو ضلعو کې ټول ۳۲۶ نرښځي اوسېدل.

د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان د ټولو وګړو شمېر څه د پاسه ۲۰۷ مېلیونه دی چې ورڅخه یې څه د پاسه ۹۶ في صده مسلمانان او پاتې نور مذهبي لږکي دي.

په پېښور پوهنتون کې د سیاسیاتو څانګې مشره شاهده امان وايي، د زده کوونکو یوشمېر څېړنې ښيي چې په خیبر پښتونخوا کې نه سیاسي ګوندونه او نه هم سړي ښځې د رایې کارولو ته هڅوي.

نوموړې وايي، بله مهمه موضوع دا ده چې په خیبر پښتونخوا کې کمې ښځې په اقتصادي او معاشي ډول ځواکمنې دي چې د دې له کبله هغوی د انتخاباتو پر مهال ان په ګاډي کې د ووټ ورکولو مرکز ته د تګ "وس نه لري. [بل] په کور کې ورسره د کار کولو لپاره څوک نه شته" چې دوی د ووټ اچولو لپاره ولاړې شي.

پوهانده امان زیاتوي چې ډېری ښځې هم د ووټ له ارزښت او د رایې اچولو له حقه ناخبره دي.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې نرښځیو د خپل جنس پر اساس د پاسپورټ اخیستو اجازه ترلاسه کړه - د ۲۰۱۷ز کال انځور.
په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې نرښځیو د خپل جنس پر اساس د پاسپورټ اخیستو اجازه ترلاسه کړه - د ۲۰۱۷ز کال انځور.

خو د خیبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن وايي، په دې ټولو برخو کې یې هڅې پیل کړې دي او غواړي چې زیاتې ښځې او نرښځې رایې وکاروي.

د کمېشن صوبايي مشر شمشاد خان د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې د قبایلي ضلعو په ګډون یې د صوبې په ټولو برخو کې د ښځو د اګهۍ هڅو ته دوام ورکړی دی.

دی وايي، انتخاباتي کمېشن په دې برخه کې د شناختي کارډونو او د وګړو د نوملیکنې له ملې ادارې یا نادرا په مرسته "په باجوړ، مومندو، اورکزیو، خیبر او کورمه کې سپېشل (ځانګړی) مهم (کیمپېن) پیل کړی دی. هلته د نادرا ګاډي کلي په کلي ګرځي او [هغه ښځې] چې شناختي کارډونه نه لري، ورته په کور کې شناختي کارډ جوړوي او هلته یې د ووټر په حیث اندراج" هم کېږي.

په پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ښځو ووټرانو شمېر کم وو. خو وفاقي حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې په انتخاباتي قانون کې ترمیم وکړ چې پکې راغلي دي چې که په یوه حلقه او د رایې ورکولو په مرکزونو (پولېنګ سټېشنونو) کې د ښځینه ووټونو شمېر تر ۱۰ فیصده کم وي نو کمېشن هغه انتخابات باطلولای او بیا ورباندې ټاکنې کولای شي.

XS
SM
MD
LG