د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېف: خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ مخنیوي لپاره مناسب وسایل نه لري


بیریسټر سېف - انځور له ارشيفه
بیریسټر سېف - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د مالي مشکلاتو له کبله په صوبه کې د ترهګرۍ ضد ادارې د وسایلو له کمي سره مخامخ دي.

دا خبره د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف د ډېسېمبر پر ۲۰ مه له مشال راډیو سره د هغه رپورټ په اړه په مرکه کې وکړه چې د جاسوسي ادارې - ای ایس ای - له خوا د پاکستان د ملي امنیت کمیټۍ ته وړاندې شوی وو.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان ډان ورځپاڼې د ډېسېمبر پر ۲۰مه په یو لیکنه کې د دې رپورټ له حواله لیکلي چې "د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې د پنجاب هغو پرتله لږ وړتیاوې لري." ورځپاڼې زیاته کړې چې په تېر یو کال کې په پنجاب صوبه کې د ترهګرۍ پنځه پېښې شوې وې او په خیبر پښتونخوا کې ۷۰۴ پېښې شوې وې. د ورځپانې تر مخه د روزنې، بجټ او سرتېرو د شمېرې په حساب د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې صلاحیت د پنجاب د هغې پرتله ډېر کم دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله د ډېسېمبر پر ۱۸مه په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پر پېښو اندېښنه ښودلې او د خیبر پښتونخوا پر حکومت یې نیوکې کړې وې. نوموړي لیکلي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی او د ده په وینا، د صوبې اعلا وزیر باید د ولس ژوند او مال ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړې چې وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا د پولیسو د وړتیا زیاتولو لپاره د صوبې د حکومت مرستې او همکارۍ ته تیار دی.

خو د خېبر پښتونخوا د حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې د وفاقي حکومت دا تورونه او نیوکې بې ځایه دي. ده وویل چې د وفاق تر انتظام لاندې کارکوونکې ادارې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت او پولیسو مرسته نه کوي.

نوموړي زیاته کړه: "که له مرکز سره زموږ مالي مسایل حل شو نو موږ ته به د ترهګرۍ ضد څانګه کې د نیمګړتیاوو پوره کول اسان شي خو وفاقي حکومت موږ ته د پاکستان د یوې برخې په سترګه نه ګوري."

د ای ایس ای له خوا د ملي امنیت کمې‍ټۍ ته په وړاندې شوي رپورټ کې دا هم ویل شوي "د زیاتېدونکې ترهګرۍ په حالت کې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې ته پاملرنه نده تر سترګو شوې."

محمد علي سېف وویل چې د بېلګې په توګه وفاقي تحقیقاتي اداره، د پولو ساتونکې اداره او د مخابراتو اداره له صوبايي حکومت سره مرسته کولای شي. هغه زیاته کړه: " موږ په یو شمېر دوسیو کې د همکاریو لپاره لیکونه ولېږل خو هغوی په دې برخه کې له موږ سره مرسته نه کوي."

د خیبر پښتونخوا پر امنیتي حالاتو نظر لرونکی خبریال مشتاق یوسفزی وايي، د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې په لږ وسایلو کې ښه کارکردګي ښودلې وه خو د ده په وینا، صوبايي حکومت د دې ادارې د پیاوړې کولو لپاره مناسب ګامونه نه دي پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې په ځانګړې توګه سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د بدامنۍ پرضد پراخ احتجاجونه کړي دي. دوی تور پورې کوي چې ریاست د پښتنو پر خاوره پر روانې ترهګرۍ سترګې پټې کړې دي او هلته د وسله والو د بیا منظمېدو مخه نه نیسي.

خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د نېشنل اېکشن پلان تر جوړولو روسته د نورو صوبو غوندې په خېبر پښتونخوا کي هم د پولیسو تر انتظام لاندې د ترهګرۍ ضد اداره جوړه شوې وه. خو د ده په وینا، " ستونزه په دې کې ده چې د ترهګرۍ په مخنیوي کې پولیس واک نه لري."

د خیبر پښتونخوا حکومتي او امنیتي چارواکي دا تورونه ردوي او وايي چې دوی پر مالي ستونزو سربېره په صوبه کې د امنیت ساتلو دندې ته ژمن دي او وسله وال به بیا منظمېدو ته پرېنږدي.

په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالت له هغه وروسته لا خراب شوی دی چې ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۹مه له پاکستاني حکومت سره ډزبندي پای ته ورسوله او پر خپلو وسله والو یې غږ وکړ چې بریدونو ته زور ورکړي.

XS
SM
MD
LG