د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د بې کاغذه ګاډو چلولو رعايت ختموي


اېف بي ار ويلي چې دا وخت په قبایلي ضلعو کې څه باندې یو لاک بې کاغذه ګاډي موجود دي چې محصول شوي نه دي ــ پخوانی انځور

د پاکستان د ګټو وفاقي ادارې (ایف بی ار) ويلي چې د ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۳۰مه به د خيبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې خلکو ته د بې کاغذه او بې محصوله (نان کسټم پېډ) ګاډو چلولو لپاره ورکړل شوې استثنا ختمه شي.

د اکتوبر پر ۲۰مه د ایف بی ار له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا خبره د دې ادارې مشر عاصم احمد د پاکستان قامي اسمبلۍ ولسي حسابونو کمېټۍ ته د یوې غونډې پر مهال کړې ده.

اېف بي ار ويلي چې دا وخت په قبایلي ضلعو کې څه باندې یو لاک بې کاغذه ګاډي موجود دي چې محصول شوي نه دي.

دغه اداره وایي که دا ګاډي د بخښنې تر یوه ځانګړي سکیم لاندې راجسټر کړل شي او محصول يا کسټم ډيوټي ورڅخه واخیستل شي نو حکومت به له دې لارې لږ تر لږه ۳۸ اربه روپۍ راغونډې کړي.

د خیبر سیاسي اتحاد مشر شاه حسېن شینواري د اکتوبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې وفاقي حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې د فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډېدو پر وخت د قامي مالياتي کميسيون (این ایف سي اېوارډ) له پيسو څخه درې سلنه برخې ورکولو ژمنه کړې وه.

نوموړی زياتوي، حکومت دې لومړی هغه ژمنه پوره کړي او د قبايلي سيمو ولس ته دې نور مراعات ورکړي، نو بیا دې ټېکسونه او کسټم ډیوټي ورباندې ولګوي. "پکار ده دا استثنا تر ۲۰۲۵ز کال پورې پر ځای وساتل شي ځکه خلک روزګار نه لري او د دې رعايت په ختمولو سره به هلته یو بل "بغاوت" پيل شي."

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړه.

د انضمام پر وخت حکومت ويلي ول چې په قبايلي سيمو کې به پرمختګ راولي او دغو سيمو ته به د پاکستان له قامي مالياتي کميسيون (اېن اېف سي اېوارډ) له پيسو څخه درې فيصده برخه هم ورکوي.

د حکومت په وينا پر دغو سيمو به د ۱۰ کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ لګوي خو د قبايلو په وينا دغه ژمنه لاهم نه ده عملي کړل شوې.

د باړې یو قبايلي او سیاسي مشر شاه فیصل اپرېدی وایي چې بې کاغذه ګاډي د ځایي خلکو د ټرانسپورټ او ګټې وټې یوازينۍ او ارزانه لاره ده.

نوموړی زياتوي چې حکومت بايد له قبايلي ولس څخه مراعات وانخلي بلکې لا نور مراعات ورکړي:

"حکومت زموږ لپاره جیل جوړوي خو کالج راته نه جوړوي. د نشيي موادو د کنټرول دفترونه جوړېږي خو نوکرۍ نه راکوي. موږ په ۲۰۲۳ز کال پر ګاډو کسټم ډيوټي ورکولو ته تيار نه يو او مخالفت به يې کوو."

د پاکستان په قامي اسمبلۍ د خيبر قبايلي ضلعې غړی محمد اقبال اپرېدی وایي حکومت بايد د قبايلي سيمو ټول ګاډي وړیا راجسټر کړي او د کسټم او اېکسايز تر عمل تېرولو وروسته يې بېرته قبایلو ته وسپاري: "په ناامنيو کې د قبايلو ډېر تاوانونه شوي، کورونه او دوکانونه یې ویجاړ شوي، روزګار نه لري، ځاني زیانونه هم ورته اوښتي دي. "

د بې کاغذه ګاډو دا موضوع تر هغه وروسته راپورته شوې چې کله څو ورځې وړاندې د قامي اسمبلۍ یوه غړي ډاکټر نثار احمد چیمه اندېښنه څرګنده کړه چې په قبایلي ضلعو کې څه باندې یو لاک بې کاغذه او بې محصوله ګاډي پر سړکونو ګرځي. نوموړي ادعا کړې وه چې زياتره وخت همدا ګاډي په جرمونو کې کارول کېږي.

بې کاغذه ګاډي له مودو راهیسې له متحده عربي اماراتو، جاپان او ځينو نورو هېوادونو افغانستان ته راوړل کېږي. وروسته د راجسټرېشن او محصول جمع کېدو پرته دا ګاډي قبایلي سيمو ته راوړل کېږي.

دغه ګاډي په تحصیلونو کې ريکارډ شوي خو راجسټرېشن یا سرکاري اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG