د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ضلعي عدالت انتظامي چارواکو ته حکم کړی چې د پولیسو واکونه نه شي کارولی


د خېبر دروازې دا عکس له ارشيفه اخستل شوی
د خېبر دروازې دا عکس له ارشيفه اخستل شوی

د خېبر ضلعي او سېشن جج د دغه ځای انتظامي چارواکو ته حکم کړی چې د پولیسو واک اختيار ونه کاروي.

د جج هداېت الله خان له دفتره د مارچ په ۲۴مه خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په ۲۰۱۸ کال کې د خېبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو په ورګډېدو اوس هلته ټول صوبایي او وفاقي قوانین عملي او عدالتونه پکې فعاله شوي دي. نوموړي د مارچ په ۲۱مه د خېبر ضلعې پولیسو مشر ډي پي او محمد عمران ته یو لیک استولی او په هغه کې یې ورته واضحه کړې چې په دې ضلعه کې عدالتي اختیارات یوازې ضلعي عدالتونه کارولی شي.

د نوموړي په خبره هېڅ کوم انتظامي افسر دا اختيار نه لري چې پولیسو ته د یوه درخواست کونکي په وېنا د چا پر ضد د اېف ايي ار درجولو امر وکړي. په حکم کې راغلي چې که پولیس د چا اېف ای ار نه درجوي نو عدالت پخپله د جسټس اف پیس اختیارات کارولی شي او پولیسو ته امر کولی شي چې ایف ایي ار درج کړي.

هدايت الله خان زياته کړې چې سیشن جج ته دا اختیار د ضابطه فوجدارۍ ۱۸۹۸ سېکشن اې لاندې حاصل دي چې پولیسو ته په ځینو کیسونو کې امر وکړي او دوی دا اختیار په فعاله توګه کاروي نو پکار نه ده چې یو انتظامي افسر ته داسې اختیارات ورکړل شي.

یوه اونۍ وړاندې د خیبر پښتونخوا د کورنيو او قبايلي چارو محکمې یو نوټیفیکشن جاري کړی وو چې دوی په قبایلي ضلعو کې ډپټي کمشرانو ته د ایین د ۲۲ اې سي ار پي سي لاندې د پېس اف جسټس اختیارات ورکول غواړي چې هلته د خلکو ترمنځ د لانجو په هواري کې اساني پیدا کړي. خو قانون پوهان وایي چې د ایین ۲۵ سیکشن سي ار پي سي لاندې یوازې سیشن جج مجاز دی چې جسټس اف پیس قانون اختیارات وکاروي.

د قبايلي سيمو په خیبر پښتونخوا کې تر ورګډيدو وروسته هلته د ډپټي کمشرانو په نګرانۍ کې د اې ډي ار په نوم د مشرانو شورا هم جوړې شوي او دې لپاره باقاعده په صوبایي اسمبلۍ کې قانون سازي هم شوې. دې کونسل ته دوه فریقېن په خپله خوښه خپلې مسلې د حل لپاره وروړي او چې جرګه څه فیصله وکړي نو د ډپټي کمشنر تر لاس ليک وروسته ورته قانوني حېثيت ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG