د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرګه: له قبايلي سيمو سره د شويو ژمنو پوره کېدو لپاره تحريک چلوو


د خيبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو ځينې مشران په پېښور کې جرګه کوي ــ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو ځينې مشران په پېښور کې جرګه کوي ــ انځور له ارشيفه

د قبایلي سیمو سیاسي مشرانو او فعالانو په خیبر پښتونخوا د ورګډېدو پر وخت د شویو ژمنو پوره کېدو لپاره د تحریک پیلولو اعلان کړی دی.

دوی پرون (د جون پر ۱۶مه) د پېښور د خبریالانو په مرکز کې د جرګې پر مهال وویل چې د ټولو غوښتنو تر پوره کېدو پورې به هلو ځلو ته دوام ورکوي.

تر جرګې وروسته د خیبر سیاسي اتحاد مشر شاه فیصل اپرېدي مشال راډیو ته وویل، څلور کاله مخکې چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډېدې نو ورسره د پرمختیايي پروژو او ځايي خلکو ته د کاري مواقعو برابرولو ژمنې شوې وې چې لا هم نه دي پوره شوي.

نوموړي زياته کړه، "د پرمختیايي کارونو لپاره تر ۱۰ کلونو پورې د ۱۰۰۰ اربه روپیو پیکېج اعلان شوی وو، په اېن اېف سي اېوارډ کې د درې فیصده برخې وعده شوې وه، د کالجونو، یونیورسټیو، میډیکل کالجونو، سکولونو د لوی نېټورک جوړولو وعده وه، د ۴۰،۰۰۰ نوکریو اعلان شوی وو او داسې ډېرې خبرې وې چې له هغې سره به په علاقه کې یو نوی دور شروع کېده."

اخوا د خیبر پښتونخوا د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ غړی محمد شفیق اپرېدی وايي، د جرګې یوشمېر غوښتنې سمې دي او ملاتړ یې کوي. ده وویل، په قبایلي سیمو کې یوشمېر پرمختیايي پروژې عملي شوې دي. اپرېدي البته زیاته کړه چې د قامي مالیاتي کمېشن په پیسو کې د قبایلو د برخې پر سر سیاست روان دی.

وفاقي حکومت وايي، سیند او بلوچستان صوبې قبایلو ته له هغو پیسو څخه هر کال د ۱۰۰ اربه روپیو پر ورکولو لا نه دي سلا شوي ځکه دا کار ځنډېدلی دی. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د روان (۲۰۲۲ز) کال په اپرېل مياشت کې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ټینګار کړی دی چې د قبایلي سیمو پرمختیا ته ژمن دی.

حکومت د ترقیاتي کارونو وعدې نه پوره کوي: د فاټا انضمام ضد جرګه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00

د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه کړل شوه. تر هغه وروسته د پخوانۍ فاټا د قامي اسمبلې د ۱۲ څوکيو شمېره شپږو ته راټیټه شوې او په سېنېټ کې یې ځانګړي اته چوکۍ له مينځه تللي دي. د پخوانۍ فاټا د قامي اسمبلې ۱۲ غړو به دغه اته سېنېټران منتخبول.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي چې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې یې نويو قبایلي ضلعو ته نمایندګي ورکړې او دا مهال د دغو ضلعو د ولس لخوا د نېغ په نېغه ووټ له لارې پر عامو څوکيو منتخب شوي ۱۶ غړي، او پر ځانګړو څوکيو څلور ښځينه او يو د مذهبي لږکيو غړی د خپل ولس استازيتوب کوي.

حکومت دا هم ويلي چې قبایلي ضلعو ته يې د عدالت او پولیسو نظام غځولی او د پرمختیایي کارونو شوي ژمنې به هم پوره کوي.

XS
SM
MD
LG