د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت منتخب قبایلي استازي نه غږوي: میرکلام وزیر


میر کلام وزیر د احتجاجیانو په منځ کې
تصویر له ارشیفه
میر کلام وزیر د احتجاجیانو په منځ کې تصویر له ارشیفه

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان دوه استازي شکايت کوي چې صوبايي حکومت په فيصلو کې له دوی سره سلامشورې نه کوي.

ميرکلام وزير ادعا کوي چې ان واکمن تحريک انصاف له قبايلي ضلعو څخه خپل منتخب شوي غړي هم په اعتماد کې نه اخلي. د صوبايي اسمبلۍ بل غړی مولوي حسام الدين هم ورته شکايت کوي چې وزيراعلی له دوی سره ژمنه کړې وه چې د قبايلي ضلعو ټاکل شويو غړي به په ترقياتي کارونو او نورو فيصلو کې شريکوي خو دده په خبره هغه دا ژمنه لاهم پوره کړې نه ده.

له مشال راډيو سره په خبرو کې میرکلام وزیر وویل: (پکار خو دا وه چې ۷۰ کاله پس د پښتنو په پایه تخت کې قبایلي ولس ته نمایندګي ملاو شوې ده، دوی د خپلې علاقې نمایندګي کوي. خو له موږ سره داسې چلند کېږي. یو زه نه، ځکه چې زه خو په حکومت کښې نه یم، زه په اپوزیشن کې یم، زموږ ځینې نور ملګري په اپوزیشن کښې دي. خو د تحریک انصاف خپل ملګري چې له قبایلي سیمو منتخب شوي دي. د هغوی په ګډون موږ ټول په حکومتي فیصلو کې له پامه غورځول شوي یو. دوی چې په سیمه کې لس کلن پرمختیايي پلان جوړ کړی دی، د هغه په باب له ځايي منتخب استازیو سره هېڅ مشوره نه کوي.

له جنوبي وزیرستان څخه د صوبايي اسمبلۍ یو بل منتخب غړی مولوي حسام الدين هم له مشال راډیو سره په خبرو کې ګیلې ماڼې کولې چې دوی د حکومت په هېڅ ترقیاتي پروګرام نه خبرول کېږي.

نوموړی زیاتوي: (کله چې به دوی د فاټا انضمام خبرې کولې نو دا به یې بیا بیا ول چې یوځل انضمام وشي نو فاټا به د ترقۍ پر لور روانه شي. دې سیمې ته به فنډونه ورکوي. او کله چې موږ منتخب شو او دلته راغلو نو اول موږ ته وزیر اعلا دا خبره وکړه چې د قبایلي سیمو له صوبايي پارلماني استازیو سره به مشورې کېږي. خو حکومت له دوی سره هېڅ سلا مشوره نه کوي.)

مشال راډيو د حکومتي دریځ اخیستو لپاره بیا بیا د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي او د قبایلي سیمو لپاره د اعلا وزیر سلاکار اجمل وزیر ته تېلفون وکړ خو هغوی نه اوچتولو.

XS
SM
MD
LG