انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
په خوست کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم لپاره یو شخصي روزنيز مرکز جوړ شوی دی. په هغه مرکز کې د انګریزۍ ترڅنګ د ساینس او ریاضي زدکړې هم ورښوول کېږي.
د هند په هریانه کې ځینو کرونده ګرو مېرمنو ته د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو له لارې په کروندو کې د سرې او درملو پاشلو چل ښودل کېږي. شرمیلا یادوو هم یو له هغو مېرمنو څخه ده چې له همدې لارې د میاشتې تر ۶۰۰ ډالرو پورې
په کابل کې د ګاډو شوق لرونکي له پخوانیو موټرو سپورټي ګاډي جوړوي. هغوی وايي چې اوس په خلکو کې د سپورټي ګاډو شوق زیات شوی دی خو د مالي مرستو او اسانتياوو د نشتوالي له وجې د دا ډول موټرو د ځغل سیالۍ ډیرې کمې کېږي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ
د افغانستان په هرات ولایت کې یوې ښځې داسې رستوران پرانیستی دی چې یوازې ښځې پکې ډوډۍ خوري. د هرات اوسېدونکې وايي چې بې له وېرې او محدودیته رستوران ته ځي. د رستوران له پرانیستو سره هلته یوشمېر ښځو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
د افغانستان په خوست ولایت کې د ښځو لپاره بېل بازار جوړ شوی دی چې پلورونکې او پېرودونکې يې ټولې ښځې دي. په هغه بازار کې دوکاندارانې وايي چې د طالبانو له خوا د بندیزونو له امله ګڼې ښځې تر کوره محدوده پاتې شوې وې خو اوس د هغه بازار له لارې هغوی خپلې اړتياوې پوره کولای شي.
د حیواناتو د ژغورنې ادارې وايي، د اب و هوا یا اقلیم بدلون له وجې په نړۍ کې د کوچیو ځناورو شمېر کم شوی دی. په نړۍ کې داسې ځناور او مارغان شته چې د موسم له بدلېدو سره له خپل ټاټوبي څخه بلې سیمې ته ځي او چې په خپله سیمه کې یې موسم ښه شي، نو بیا ورستنېږي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې د سختې یخنۍ پر مهال ګڼ ماشومان نمونیا شوي دي. هغه ناروغي چې په پښتو کې برېښ یا سکاروی بلل کېږي، د ځانګړو مېکروبونو یا جراثیمو له وجې کېږي..
په قرغیزستان کې کوچۍ ښځې یو خاص ډول پګړۍ په سروي چې اېلچېک بلل کېږي. هغه پګړۍ یا پټکی اکثر له سپین رخته جوړېږي خو ځوانې نجونه او ښځې رنګینې هغه هم په سروي. له هغې پګړۍ د ښځې د عمر او ټولنیز حیثیت پته هم لګي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمې انتخاباتو لپاره د هېواد په چاپخانو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده ځکه چې هلته د نوماندانو او ګوندونو د کیمپېن اشتهارونه خپرېږي. خو د چاپخانو مالکان وايي چې د انتخاباتي نخښو په اړه د بې یقینۍ او د کیمپېن ځنډېدو یې کاروبار اغېزمن کړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د چین په شمال کې په کورواکه سیمه منګولیا کې د نوي قمري کال تر پیلېدو وړاندې مېله شوې چې پکې د اسونو د ځغاستې مقابلې ترڅنګ د موسیقۍ او ځینې نور پروګرامونه شوي دي. په چین کې نوی قمري کال د فبرورۍ پر ۱۰مه پیلېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په ننګرهار کې د تورخم او جلال اباد ترمینځ د سړک تر غاړې یو ابتدايي ښوونځی دی چې وداني نه لري او ماشومان یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. ښوونکي وايي چې د سړک تر غاړې او خراب موسم پر وخت ورته درس ښوول خورا ګران وي. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د منګولیا بولګان ولایت پخوا د پاک چاپېریال لپاره نوم درلود خو اوس یې اوسېدونکي وايي چې هلته د سیلګرو ورتګ ماحول ککړ کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي له پاکستانه کډه شوي افغانان له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي چې مرستو ته اړتیا لري.
په بېلجییم کې اوس هم خلک د کلک پوستو کبانو (شرېمپ) د نیولو لپاره اسونه کاروي. دا د هغې سیمې پېړیو پخوانی دود دی چې کب نیوونکو ژوندی ساتلی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په هند کې یوې ادارې په شمسي انرژۍ چلېدونکي داسې مشینونه جوړ کړي دي چې مېوې او سبزۍ د لمر په نسبت ژر وچوي. کروندګر وايي، هغو مشینونو یې ژوند بدل کړی دی. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
له پاکستانه افغانستان ته له تازه ستنو شویو کډوالو څخه یې ځینې وايي چې په هغه هېواد کې چارواکو زښت ځورولي ول. یو کډوال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په ټول ژوند به بیا پاکستان ته د تګ اراده و نه کړي.
په اردن کې د ګاډو مالکان وايي چې د تېلو بیو د زیاتېدو له وجې په بجلۍ د چلېدونکو ګاډو پلور زیات شوی دی. د ګاډو د کمپنیو مالکان زیاتوي چې پخوا به يې په يوه میاشت کې شاوخوا ۷۰ ګاډي پلورل خو اوس دا شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی دی. د اې اېف پي اژانس له ويډيو جوړ رپورټ
د یونان د ایوروز سیمې د دادیا په ځنګل کې د اګست پر ۱۹مه اور لګېدلی وو چې له وجې یې په سلګونه هېکټره ځمکه متاثره شوې او ګڼ ځناورو او مرغانو ته هم زیان رسېدلی وو. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د پنجاب په لاهور کې د لړې او لوګي تر خپرېدو وروسته د ښار اوسېدونکي وايي چې د ستوني په ګډون یوشمېر ناروغۍ خپرې شوې دي. دوی وايي چې حکومت باید هغه ګاډي ونیسي چې زیات لوګی پیدا کوي. د لاهور اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د هوا او چاپېریال ککړتیا پرضد اقدامات وکړي.
د قرغیزستان په کدمجي ښار کې د شاوخوا ۲۰ ښځو یوه ډله ځوان کهول ته د دوديزو قالینو جوړول ورزده کوي. دا ډله ځان ته د خوشاله اناګانو (نياګانو) ډله وايي. هغه ښځې وايي چې دوی د شېردک په نامه د دودیزو قالینو ختمېدو اندېښمنې کړې دي. د اې اېف پي اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.
نور وښیئ