د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي ضلعو ځينې استازي وايي، حکومت ترقياتي فنډونو نه ورکوي


له قبايلي ضلعو منتخب د اپوزيشن ګوندونو استازي تور پورې کوي چې د خيبر پښتونخوا حکومت ورته په سيمو کې د پرمختيايي کارونو لپاره فنډونه نه ورکوي.

له شمالي وزيرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړی مير کلام وزير ادعا کوي له کله چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی منتخب شوی له هغه راهیسې ورته صوبايي حکومت په خپله حلقه کې د پرمختيايي کارونو لپاره يوه روپۍ فنډ هم نه دی ورکړی.

مشال راډيو ته د نومبر پر ۲۳مه نوموړي وويل له انتخابات ګټلو وروسته د خيبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان له دوی سره ژمنه کړې وه چې د قبايلي ضلعو ټاکلي غړي به په ترقياتي کارونو او نورو فيصلو کې شريکوي خو د ده په خبره شاو خوا يو نيم کال تېريدو باوجود اعلا وزير خپله هغه ژمنه لاهم پوره نه کړه.

مير کلام وزير زياتوي زه او زما ځينې نور ملګري چې په اپوزیشن کښې يو موږ ته نه خو فنډونه راکړې کيږي او نه د سيمې لپاره چې کوم لس کلن پرمختیايي پلان جوړ دی، د هغه په باب له ورسره څه مشورې کيږي.

قبایلي سیمې د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې د پاکستان مسلم لیګ ن په حکومت کې د فاټا اصلاحاتو ترمیمي بل له منظورېدو پس په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې. په يادو سيمو کې د ۲۰۱۹م کال په جولای مياشت کې د ړومبي ځل لپاره په ۱۶ څوکيو د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره انتخابات وشول چې پکې په باجوړ او خېبر ضلعو کې په ۳ درېو، په مومندو، کرمې، شمالي او جنوبي وزيرستان ضلعو کې په ۲ دوو او په اورکزېو او نيمه قبايلي سيمو کې په ېوه ېوه څوکۍ ټاکنې وشوې.

د مير کلام وزير پشان د مومندو ضلعې نه په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارليماني استازی نثار مومند هم ورته شکايت کوي.

نوموړی وايي تر انتخاباتو وړاندې د سيمې له خلکو سره يې ډېرې وعدې کړې وې چې ورپېښې ستونزې به ورله حل کوي خو تر اوسه يې په خپلې حلقه کې يوه هم ترقياتي پروژه شورو نه کړه او په ځينو ځايونو کې خو له خپلې جيبه پیسې لګوي.

نثار مومند
نثار مومند

نثار مومند په وينا په سيمه کې د يوې اوګدې مودې راهيسې د سړکونو حالت خراب دی، خلک د څکلو اوبه په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخ دي، د صحت او تعليم سهولت د نشت برابر دې دا مسلې مې څو وارې د صوبايي حکومت پروړاندې راپورته کړې چې فنډ راته راکړئ چې دا کارونه پرې وکړم خو صوبايي حکومت مې يوه خبره هم سنجيده نه اخلي.

مشال راډيو د حکومتي دریځ اخیستو لپاره په بیا بیا د اعلا وزير د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش ته تېلفونونه وکړل خو نوموړي څه جواب رانه کړو.

خو د حکمران ګوند تحريک انصاف د کرمې ضلعې نه منتخب پارليماني استازي سيد اقبال ميا د اپوزيشن غړو دغه تورونه بې ځايه بللو سره مشال راډيو ته وويل حکومت هر منتخب استازي ته ترقياتي فنډونه ورکوي، اپوزيشن غړي دې تورونه لګولو پرځايې ولس سره کړې ژمنې پورا کړي.

نوموړې وايي صوبای حکومت دا توپير نه کوي چې دا د اپوزيشن ګوندونو غړی دې او که د حکومتي ګوند، هر غړی چې د خپلې سيمې نه متعلق يوه پروژه حکومت ته وړاندې کړي او واقعا هغه کار کول ضروري وي نو حکومت ورته فنډونه جاري کوي.

د يادونې ده چې اکتوبر مياشت کې هم د قبايلي ضلعو يو شمير د صوبايي او قامي اسمبلۍ غړو مشال راډيو ته ويلي ول چې وفاقي حکومت د۲۰۲۰-۲۱ کال په بجټ کې په يادو ضلعو کې پرمختيايي کارونو لپاره ۴۸ اربه روپۍ بېلې کړې خو تر يادې مودې يې يوه هم کومه لويه پرمختيايي پروژه شورو نکړه.

خو د حکمران ګوند پارليماني استازې اقبال اپريدي بيا مشال راډيو ته ويلي ول حکومت چې په بجټ کې کوم رقم په قبايلي ضلعو کې د پرمختيايي پروژو لپاره مختص کړي او په هغه کال کې دغه خرڅ نه کړي نو بيا يې په راتلونکي کال کې لګوي.

د نثار مومند په وينا په سيمه کې له يوې اوږدې مودې راهيسې د سړکونو حالت خراب دی، خلک د څکلو اوبه په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخ دي، د صحت او تعليم سهولت د نشت برابر دی، دا مسلې مې څو وارې د صوبايي حکومت پروړاندې راپورته کړې چې فنډ راته راکړئ چې دا کارونه پرې وکړم خو صوبايي حکومت مې يوه خبره هم سنجيده نه اخلي.

مشال راډيو د حکومتي دریځ اخیستو لپاره په بیا بیا د اعلا وزير د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش ته تېلفونونه وکړل خو نوموړي څه جواب رانه کړو.

خو د حکمران ګوند تحريک انصاف د کرمې ضلعې نه منتخب پارليماني استازي سيد اقبال ميا د اپوزيشن غړو دغه تورونه بې ځايه بللو سره مشال راډيو ته وويل حکومت هر منتخب استازي ته ترقياتي فنډونه ورکوي، اپوزيشن غړي دې تورونه لګولو پرځای له ولس سره کړې ژمنې پوره کړي.

نوموړی وايي صوبایي حکومت دا توپير نه کوي چې دا د اپوزيشن ګوندونو غړی دی او که د حکومتي ګوند، هر غړی چې د خپلې سيمې نه متعلق يوه پروژه حکومت ته وړاندې کړي او په رښتیا هغه کار کول ضروري وي نو حکومت ورته فنډونه جاري کوي.

د يادونې ده چې اکتوبر مياشت کې هم د قبايلي ضلعو يو شمير د صوبايي او قامي اسمبلۍ غړو مشال راډيو ته ويلي ول چې وفاقي حکومت د۲۰۲۰-۲۱ کال په بجټ کې په يادو ضلعو کې پرمختيايي کارونو لپاره ۴۸ اربه روپۍ بيلې کړې خو تر يادې مودې يې يوه هم کومه لويه پرمختيايي پروژه شورو نکړه.

خو د حکمران ګوند پارليماني استازې اقبال اپرېدي بيا مشال راډيو ته ويلي ول حکومت چې په بجټ کې کوم رقم په قبايلي ضلعو کې د پرمختيايي پروژو لپاره مختص کړی او په هغه کال کې دغه خرڅ نه کړي نو بيا يې په راتلونکي کال کې لګوي.

XS
SM
MD
LG